لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جماعت احمديه: په فیصل اباد کې د احمدي ټولنې د قبرونو سپکاوی شوی


د جماعت احمديه وياند عامر محمود ويلي د دوي مړي د پاکستان جوړيدو نه وړاندى دغه شريکه مقبره کې ښخ دي خو له بده مرغه پاکستان کې د احمديانو په ضد دومره زياته منفي پراپيګنډه شوې چې د عامر محمود په خبره اوس څوک د دوي مړي په قبرونو کي هم نه بخښي
د جماعت احمديه وياند عامر محمود ويلي د دوي مړي د پاکستان جوړيدو نه وړاندى دغه شريکه مقبره کې ښخ دي خو له بده مرغه پاکستان کې د احمديانو په ضد دومره زياته منفي پراپيګنډه شوې چې د عامر محمود په خبره اوس څوک د دوي مړي په قبرونو کي هم نه بخښي

د پاکستان پنجاب صوبه کې ميشت احمدي اقليت تور لګوي چې د يوې منظمې منصوبې لاندې د دوي د ځورولو واقعات رامنځ ته کيږي او په فيصل اباد سيمه کې د احمدي اقليت د ١٦ قبرونو سپکاوى شوى دى.

جماعت احمدیه په فېصل اباد کې د ټولنې د قبرونو د مبینه بې حرمتۍ خبره په داسې حال کې کړې چې وړاندې نه پنجاب صوبه کې د واکمن مسلم ليګ( ق) ګوند دمرستيال مشر ملک الياس اعوان د خوشاب ضلعې انتظامي مشر ته خط کى دغلته ميشت احمدي لږکيو ته د ورکړل شوي امنیت د بيرته اخستو او د دوي ضلعې نه د شړلو غوښتنې شوې دي.

د پنجاب فيصل اباد سيمه کې دميشت احمدي اقليت لخوا ځايي پوليس مرکز کې د درج رپوټ ترمخه ددغه پيښې له امله قبرونو سره د دوي د جذباتو سپکاوى هم شوى دى.

د جماعت احمديه وياند عامر محمود ويلي د دوي مړي د پاکستان جوړيدو نه وړاندى دغه شريکه مقبره کې ښخ دي خو له بده مرغه پاکستان کې د احمديانو په ضد دومره زياته منفي پراپيګنډه شوې چې د عامر محمود په خبره اوس څوک د دوي مړي په قبرونو کي هم نه بخښي.

وې او اى ډيوه سره خبرو کې عامر محمود وويل" اخلاقيات هم څه ته وايي او که چرې ديو تن په ژوند د چا د هغه دعقيدى او فکر سره څومره اختلاف وي خو تر د قبر پورى هغه نه دي وړل پکار او بايد چې مړى په قبر کې په خپل حال پريښودلى شي"

عامر محمود د قبرونو دسپکاوي پيښه کې د ککړو تنانو د نيولو او دوي ته دسزا ورکولو غوښتنې هم کړى دي.

دې پيښې ته غبرګون کې په مرکز کې واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي ايم کې دشامل دويم لویې ګوند پيپلز پارټۍ سره تړاؤ لرونکي مشر فرحت الله بابر وي او ى ډيوه سره خبرو کې داقلیتونو په قبرونو حمله یو شرموونکی عمل ګرځولی اؤ دې پېښه کې دککړو کسانو دنیولو غوښتنه یې کړې ده.

د جماعت احمديه وياند عامر محمود زياته کړې د احمديانو د ځورولو تر ټولو زيات واقعات هم پنجاب صوبه کې رامنځ ته کيږي.

په دې وروستیو کي پنجاب صوبه کې د واکمن مسلم ليګ (ق )ګوند مرستيال صدر ملک الياس اعوان وي او اى ته پخلى کړى و چي هغه د پنحاب صوبې دخوشاب علاقى ډپټي کمشنر ته وړکړي خواست کې دغلته دموجودو احمدي کورنيو دضلعې نه دشړلو یا ضلعه بدر کولو او دوي ته د ورکړي امنیت د بيرته اخستو غـوښتنى کړې دي.

فيصل اباد کې د احمديانو د قبرونو د سپکاوي په اړه دحکومتي غبرګون معلومولو په غرض د وي او اى ډپوه لخوا د ځايي پوليس تاڼې د ايس ايچ او د بشري حقونو دمرکزي وزير رياض حسين پيرزاده او دپنجاب حکومت اړونده چارواکو سره د رابطو هڅې ناکامه شوې دي.

د جماعت احمديه خبر پاڼه زياتوي سږ کال تر دې مهاله د دوي د١٨٥ قبرونو د سپکاوي واقعات شوي دي.

هم د روان اګست مياشت کې د امريکا د مذهبي ازاديو په اړه کميشن په خپل رپوټ کې پخلی کړی ؤ چې تير کال ٢٠٢١م کې دپاکستان دننه ميشت احمديان دعقيدى په اساس ځورول شوي اؤ د دوئ د ځورولو پېښو کې اضافه شوې ده.

د امريکایي کميشن د رپوټ ترمخه تير کال د احمديانو د مقدسو ځايونو د رانړولو ١٥ او د قبرونو د سېکاوي ١٢١ واقعات ريکارډ شوى وؤ چي پکې اکثره پېښې د انتظامي چارواکو په موجودیت کې رامنځ ته شوې وې.

بل اړخ ته د پاکستان حکومت وخت په وخت د احمدي او نورو لږکيو د ځورولو پسر د بهرنيو ادارو، مطبوعاتو او بهرنیو حکوموتونو رپوټونه ردوي او دا د پاکستان په ضد منفي پروپيګنډه بولي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG