لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جاپان په هېروشیما ښار د امریکې د اېټمي حملې ٧٣ کاله وشو


د دغې حملې د کلېزې په مناسبت د گل، دوشنبې، په ورځ د هيروشیما په پیس مېموریل پارک یا د امن نومې باغیچه کې دستوره وشوه
د دغې حملې د کلېزې په مناسبت د گل، دوشنبې، په ورځ د هيروشیما په پیس مېموریل پارک یا د امن نومې باغیچه کې دستوره وشوه

د نن نه ٧٣ کاله وړاندې، د اگست د میاشت په شپږمه نیټه امریکې د دنیا په تاریخ کې په وړمبي ځل اېټم بم استعمال کړو او د جاپان په هېروشیما ښار یې اېټمي حمله وکړه.

د دغې حملې د کلېزې په مناسبت د گل، دوشنبې، په ورځ د هيروشیما په پیس مېموریل پارک یا د امن نومې باغیچه کې دستوره وشوه.

د هيروشیما ښاروال یا مېئر کازومي متسوي دستورې ته وویل په نړۍ کې د زیاتېدونکي قام پرستۍ له امله عالمي امن د خطر سره مخامخ شوی دی.

ښاغلي متسوي وویل ځینې قامونه "هغه تاوتریخوالي بیا راتازه کوي چې د سوړ جنگ په وخت کم شوي وو." هغه د کوم قام نوم وانخیستو. هغه وویل دغه "په خپل ځان مرکوز قومونه" په جار د قام پرستۍ څرگندونه کوي او خپلو اېټمي وسلو کې جدت راولي.

د هيروشیمه ښاروال په جاپان هم غږ وکړو چې په نړۍ کې د اېټمي وسلو د خاتمې دپاره دې فعاله کردار ادا کړي.

د هېروشیما دستورې ته د جاپان وزیراعظم شینزو ابی هم وینا وکړه او وې ویل په اېټمي وسلو د مسلح او غېر مسلح ملکونو ترمنځ د زیاتېدونکي خلیج د کمولو دپاره به کوښښونه کوي. هغه د اېټمي وسلو ته د جاپان مخالفت تکرار کړو.

د کال ١٩۴٥ د اگست د میاشت په شپږمه نېټه امریکې په هيروشیمه ښار اېټم بم وغورځولو. په حمله کې ١٧٠٠٠٠ کسان ووژل شو. درې ورځې ورسته امرېکې دویم اېټم بم د جاپان په دویم ښار ناگاساکي ورغورځولو چې پکې د ٧٠٠٠٠ نه زیات کسان ووژل شو.

د اېټمي حملو ورسته جاپان په دویم عالمي جنگ کې شکست تسلیم کړو، په جاپان د اېټمي حملو سره سم دویم نړیوالو جنگ هم ختم شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG