لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ تر ټولو شتمن سړی د خلا څنډې ته وخوت او سلامت راکښته شو


جېف بېزوس او ملګري یې ۳-۴ منېټه په خلا کې د بې وزنۍ په حال پاته شول
جېف بېزوس او ملګري یې ۳-۴ منېټه په خلا کې د بې وزنۍ په حال پاته شول

د نړۍ تر ټولو شتمن بلینیر، جېف بېزوس د نهې/سې شنبې په ورځ د بلو اوریجېن کمپنۍ په "نیو شېپارډ" خلائي جهاز کې آسمان ته والوت او د خلا څنډې ته د رسېدو نه پس، بېرته محفوظه ځمکې ته راکوز شو. د خلا څنډې ته د جېف بېزوس دا لنډ سفر، لس مېنیټه و.

د بېزوس خلائي جهاز په پوره توګه خلا ته تللی ندی او یوازې د خلا څنډې ته داخل شوی چې هلته څو منېټه پاته او بېرته راکښته شوی دی.

پس له هغه چې د خلائي جهاز کېپسول د تکزاس ریاست وان هورن ښار ته نږدې ځمکې باندې کیناست، جېف بېزوس ورنه راووت او ویې ویل چې دا یې د ژوند تر ټولو بهترینه ورځ وه.

د دې خلائي جهاز نوم د الن شېپارډ نه اخېستل شوی چې الن شېپارډ اولنی امریکن خلاباز و چې خلا ته تللی و.

د جېف بېزوس خلائي جهاز د نهې/سې شنبې په ورځ د تکزاس د یوې لېرې پرتې دښتې نه د خلا په لور وتوغول شو. د ریچارډ برانسن نه پس، جېف بېزوس دویم کس و چې دا میاشت یې پخپلو پیسو یې د خلا څنډې ته سفر وکړ.

د جېف بېزوس خلائي جهاز چې ټول آټوماټیک چلېده، د ځمکې نه یو سل و شپږ (۱۰۶) کلومټره بره وخوت او بیا د راکټ نه یې کېپسول جدا شو او بېرته ځمکې ته راغی. کېپسول د پاراشوټونو په ذریعه هغه ځای ته نږدې په ځمکه کیناست له کومه ځایه چې آسمان ته توغول شوی و.

جېف بېزوس او په کېپسول کې دننه ورسره نور کسان، مخکې د دې چې ځمکې ته راکښته شي، د خلا په څنډه کې د درې څلورو منېټو دپاره د بې وزنۍ په حال کې پاته شول.

د جېف بېزوس نه وړاندې، برتانوی بلينیر، ریچارډ برانسن د جولائی په ۱۱مه د خپلو پنځلو خلابازو ملګرو سره د خلا څنډې ته ولاړ. د برانسن خلائي جهاز د ځمکې نه پنځه اتیا (۸۵) کلومټره جګ شوی و، خو د جېف بېزوس خلائي جهاز تر (۱۰۶) کلومټرو جګ شو.

د اېمازان بنسټګر، ۵۷ کلن جېف بېزوس په کال ۲۰۰۰ کې د بلو اورېجېن کمپنۍ جوړه کړه او هدف یې دا دی چې په خلا کې د انسانانو دپاره دایمي د اوسېدو ځای جوړ کړي.

د جېف بېزوس سره د خلا څنډې ته په سفر کې، د هغه خپل ورور، مارک، ۸۲ کلنه هوابازه ماري والاس، او ۱۸ کلن ځوان اولېور ډیمن ملګري و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG