لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کېري لوګر قانون جوړونکي، جو باېډن لپاره پاکستان نوی هېواد نه دی


د امريکا په انتخاباتو کې د صدر ‌‌‌‌‌‌ډانلډ ټرمپ سيال امېدوار جو باېډن لپاره په پاکستان کې د طاقت توله او سياست د مخکې نه معلومې خبرې دي او د پخوا راسې يې په پاکستان کې د کېري لوګر بل [قانون] د لارې په پاکستان کې د سياسي او جمهوري حکومتونو د ملاتړ نيت ښکاره کړی دی.

د امریکې په صدارتي‌انتخاباتو کې نوموړی د ورستيو نتيجو تر مخه د ډېموکرېټک پارټۍ د صدارتي‌ امیدوار په توګه د صدر ټرمپ نه يو څه مخکې شوی دی. که ښاغلی باېډن دغه بريا په ځای اوساتي نو د هغه د نوي صدر جوړېدو امکان به قوي شي.

که چرې نوموړی د ملک راتلونکی صدر شو نو د نړۍ د نورو ملکونو او سیمو په رنګ د پاکستان لپاره به هم د امریکې په تګلارو کې بدلون راځي. جوبایډن د تېرو ۴۷ کالونو راهسې د امریکې په سیاست کې پاتې شوی او د صدر ډانلډ ټرمپ په واک کې د راتلو وړاندې جوبایډن د پخواني صدر براک اوبامه سره د اته کاله پورې نایب صدر وو.

د پاکستان خارجه دفتر ویاند ذاهد حفېظ چوهدري د تېرې شورو په ورځ‌ ویلي په امریکا کې که څوک هم په واک کې راځي، پاکستان ورسره په شریکه کار کولو لپاره تیار دی.

پاکستان کې سیاسي څېړنکاران د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د تعلقاتو په نوي دور باندې بحثونه کوي. او په واشنګټن کې د ممکنه بدلون په پاکستان باندې د راتلونکي اثر په اړه خبرې کوي.

د پاکستان یو خبریال او څېړنکار طلعت حسېن په ټوېټر باندې ویلي پداسې حال چې د جوبایډن د امریکې راتلونکي صدر جوړېدو امکان زیات شوی، په پاکستان کې هغه خلک چې ټول تعلق یې د امریکې اوسني صدر ډانلډ ټرمپ سره ساتلی، اوس د جوبایډن د کیمپ سره اړیکو جوړولو لپاره هلې ځلې کوي.

جوباېډن وخت په وخت د پاکستان، افغانستان او ‌هند سفرونه کړي او د پاکستان لپاره یې په امریکاي تګلارو جوړولو کې مهم کردار لوبولی. څېړنکاران فکر کوي چې جوباېډن په تېر وخت کې د پاکستان جمهوري ‌حکومتونو مرسته کړې او پاکستان ته ورکړي امریکاي مرستو لویه برخه یې د پاکستان سویلین حکومتونو ته ورکړې.

جوباېډن د کال ۲۰۰۸ جولايي میاشت کې د امریکې سینټ د خارجه چارو کمېټۍ د چیرمېن په توګه د دغه کمېټۍ د یو بل غړي ډېک لوګرسره په شریکه یو قانون وړاندې کړی وو چې پاکستان ته یې د لږ ترلږه پنځه کالونو پورې غېرپوځي امداد یو په درې سېوا کولو منظوري ورکړې وه.‌ په دغه قانون کې په خصوصي‌ توګه باندې پاکستان ته د سکولونو ودانۍ، سړکونو او د وړو هسپتالونو جوړولو لپاره د پنځه کالو په موده کې د ۷.۵ ارب ډالرو منظوري ورکړل شوې وه.

په قانون کې پاکستان ته ورکړل کېدونکو مالي مرستو زیاته څارنه په ځاې کړی شوې وه چې د ترهګرۍ خلاف د پاکستان صلاحیتونه زیات کړي او د القاېده او د طالب وسله والو خلاف موثره ګامونه اخستل یقیني کړي.

په دغه قانون کې پاکستان ته ورکوونکې پوځي مرستو سره دا شرط اېښودی شوی وو چې د امریکې خارجه وزیر به کانګرېس ته ددې خبرې پخلی کوي چې د پاکستان امنیتي‌ ځواکونه د القاېده او او ددې سره تړلو ترهګر ډلو خلاف په خپله خاوره باندې موثره ګامونه پورته کوي او هغوي‌ ته خپله خاوره د نورو ملکونو خلاف استعمالولو اجازت نه ورکوي.

په پاکستان کې په دغه قانون تر اوسه نيوکې کېږي. د پاکستان د پوځ ملاتړي داسې پام کوي چې په ياد قانون کې امريکا د پاکستان د پوځ لپاره نه يواځې مرستې مشروط کړي بلکه غېر پوځي مرستې يې زياتې کړي دي.

د کال 2011 مي په دوېمه نېټه د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امریکې میرین ځواکونو په عملیاتو کې د القاېده مشر اسامه بن لادن د وژنې په وخت جوباېډن د امریکې نایب صدر وو او په اېبټ اباد ښار کې د اسامه خلاف د امریکې میرین ځواکونو عملیات یې د واېټ هاوس په سېچواېشن روم یا کمره کې د هغه وخت صدر براک اوبامه او د نورو اعلا پوځي مشرانو او د کابینې غړو سره نېغ په نېغه کتل.

هم دغه کال ښاغلی باي‌‌‌‌‌‌ډن اسلام اباد ته هم تللی وو او دا کوښښ يې کړی وو چې څنګه پاکستان د ترهګرۍ پر ضد زياتو ګامونو اخستلو لپاره وهڅوي.

د پاکستان او امریکې تعلقات وخت په وخت د ښه او بدو مرحلو نه تېر شوي او دواړه ملکونه د یو بل سره د ترهګرۍ خلاف جنګ کې د مرستو کولو باوجود د یو بل تګلارو ته د شک په نظر ګوري. ‌‌‌‌‌‌اوس به کتی شي چې په راتلونکو څلورو کالو کې دغه اړيکې کوم لور ته ځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG