لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجي سیاست کې به د جو بایډن مهم او لومړي کارونه څه وي؟


د امریکا په انتخاباتو کې د نتیجو له مخې اټکل شوی چې آینده صدر به ډېموکرېټ جو بایډن وي. که څه هم صدر ډانلډ ټرمپ په انتخاباتو کې خپله ماته نده منلې، خو د نړۍ بېلابېلو مشرانو جو بایډن ته په انتخاباتو کې د بریالي کېدو مبارکي ورکړې ده او دې ته انتظار دي چې هغه به د جنوري په شلمه د صدر په توګه سوګند پورته کړي.

داسې ویل کیږي چې هغه به واک ته د رسېده سره سمدستي د امریکا په داخلي او بهرني سیاست کې ډېر غټ بدلونونه راولي. خو دا بدلونونه به څه وي او د جو بایډن د خارجي سیاست مهم ټکي به څه وي؟

د انتخابي کمپېن پر مهال جو بایډن او د هغه رېپبلېکن سیال، ډانلډ ټرمپ، اکثره د امریکا د داخلي سیاستونو په هکله خبرې کولې، او داسې ښکارېده چې دا ځل خارجي سیاست، د انتخابي سیالیو مهمه برخه نه جوړوي.

د دې خبرې باوجود، جو بایډن سږکال د فارېن افېئرز یا د بهرنیو چارو د مجلې په مارچ/اپرېل ګڼې کې یو مضمون لیکلی و چې د نړېوالو چارو په برخه کې د هغه تګلاره او پلانونه یې څرګندول.

مونږ دلته د جو بایډن د هغې لیکنې ځیني برخې تاسو سره شریکوو.

د امریکا د اعتبار راژوندي کول

جو بایډن خپله لیکنه په دې پیل کړې چې د هغه په باور، د اوباما د دور تر ختمېدو وروسته، په نړۍ کې د امریکا اعتبار او اثر رسوخ له منځه تللی دی او «صدر ټرمپ زمونږ د دښمنانو حوصله افزائي کړې ده.» بایډن دا دعوه کړې چې د شمالي کوریا راواخله بیا تر ایرانه، له شام نه تر افغانستانه او بیا وېنزویلا پورې، د امریکا چې د قامي سلامتیا له اړخه کوم امتیازات و، هغه خاورې شوي دي.

بایډن زیاته کړې ده، «د صدر په حیث، زه به د امریکا د جمهوریت او ائتلافاتو د بیا به حال کولو او د امریکا د اقتصادي آیندې خوندي کولو دپاره فوري ګامونه واخلم او امریکا به یوځل بیا نړۍ رهبري کړي.»

یاده دې وي چې صدر ټرمپ په خارجي سیاست کې ځان کامیابه ګڼي او دعوه لري چې په نړۍ کې یې همیشه اول د امریکا ګټې په پام کې ساتلي دي.

بایډن دا هم لیکلي چې د امریکا اولس ته په کار ده نړۍ ته، «یوازې د خپل قوت په مثال نه، بلکې د خپل مثال په قوت سره» دا ثابته کړي چې امریکا د نړۍ د رهبرۍ جوګه دی. بایډن دا خیال څرګند کړی چې هغه به په ځینو مسلمانو ملکونو باندې امریکا ته د راتګ بندیزونه فوري لېرې کړي او امریکا ته د راتلونکو ریفیوجي یا پناه غوښتونکو شمېر به د کاله یو لک و پنځه ویشت زرو (۱۲۵،۰۰۰) ته جګ کړي.

د بې پایه جنګونو ختمول

جو بایډن به په داسې وخت کې د امریکا د چارو واګي په لاس کې واخلي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې جګړې روانې دي، د افغانستان نه نیولې تر یمن او منځني ختیځه پورې. ځیني دغه جګړې، لکه د افغانستان جګړه، هغه وخت هم روانه وه چې کله جو بایډن د صدر اوباما نایب و.

بایډن د فارېن افېئرز مجلې ته په خپلې لیکنې کې ویلي چې اوس د اوږدو جنګونو د ختمولو وخت رارسېدلی دی او دې جنګونو امریکا ته د سر او مال درانه نقصانونه اړولي دي.

بایډن وایي له افغانستان نه اکثره امریکایي عسکر باید راویستل شي، مګر هغه د بشپړه وتلو خبره نه کوي
بایډن وایي له افغانستان نه اکثره امریکایي عسکر باید راویستل شي، مګر هغه د بشپړه وتلو خبره نه کوي

د بایډن په باور، امریکا ته په کار ده چې د افغانستان او د منځني ختیځ (مشرق وسطی) له جنګونو نه خپل اکثره عسکر راوباسي او خپل مهم صرف د القاعده او داعش ډلو ماتولو ته ځانګړی کړي.

بایډن دا هم څرګنده کړې چې امریکا باید د سعودي عرب په مشرۍ چې یمن کې کومه جګړه روانه ده، نور د هغې ملاتړ ونه کړي. هغه همدا راز وایي چې په شکنجې باندې پابندي به بېرته ولګوي او د امریکا د پوځ په عملیاتو کې به لا زیات شفافیت راولي، چې یو یې هم په جنګونو کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې کمول دي.

په امریکا او نړۍ کې جمهوریت

جو بایډن پخپلې لیکنې کې دا ټینګار کړی چې امریکا باید اول خپل ځان ته جمهوریت بیا پیاوړی کړي او بیا د نړۍ له نورو جمهوریتونو سره خپل اتحاد مضبوطه کړي.

بایډن وعده کړې چې هغه به په ټوله نړۍ کې د ښځو او جېنکو د حالاتو ښه کولو دپاره او هغو ته د حکومتونو په کچه ودې ورکولو دپاره کوشش وکړي.

ډېموکرېټ بایډن ویلي چې هغه به د خپل صدارت په اول کال کې، د جمهوریت په اړه یوه نړېواله غونډه راوبلي «چي د آزادې نړۍ د اولسونو عزم او مشترک هدف تازه کړي.»

هغه زیاته کړې چې امریکا به په درېیو برخو کې د ملکونو په کچه د مهمو وعدو په بیانېدو ټینګار وکړي او هغه درې برخې، د کرپشن سره مبارزه، د آمریت په وړاندې درېدل، او پخپلو ملکونو او خارج کې د بشري حقونو بهتري ده.

په کرپشن ککړو مشرانو سره چلند

جو بایډن فارېن افېئرز مجلې ته پخپلې لیکنې کې چې څو میاشتې وړاندې چاپ شوې ده، دا ژمنه کړې چې هغه به د صدارتي سیاست یوه هدایتنامه جاري کوي او په هغې کې به د کرپشن سره مبارزه، «د قامي سلامتیا د ګټو او د جمهوري ذمه واریو یو بنیادي محور» وګڼل شي.

بایډن وعده کړې چې په عالمي کچه به دا مشري په غاړه واخلي چې «د نړۍ په مالياتي سیسټم کې شفافیت یا روڼوالی راشي، د ټېکس نه د تښتېدو دپاره ناقانونه ځایونه په نښه شي، غلا کړی شوې شتمنۍ قبضه کړی شي، او په هغو مشرانو باندې تنګه راوستل شي کوم چې د خپلو خلکو نه غلا کوي او بیا د نامعلومو (جعلي) کمپنیو شا ته پټیږي.»

رسنۍ او د ټېک غټې کمپنۍ

رسنۍ او سوشل مېډیا (چې اکثره یې د ټېکنالوجۍ غټو کمپنیو پورې تعلق ساتي)، نن سبا په نړۍ کې ستر کردار ادا کولی شي. د رسنیو او غټو ټېک (ټېکنالوجۍ) کمپنیو په وړاندې د حکومتونو سیاستونه او تګلارې هم اوس ډېر ارزښت لري.

جو بایډن پخپلې لیکنې کې دې موضوع ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې «خصوصي سېکټر، په شمول د لویو سوشل مېډیا او ټېک کمپنیو ته په کار ده چې د جمهوريتي معاشرو په حفاظت او د آزادي رای په خوندي ساتلو کې خپلې ذمه واریانې او لویې ګټې وپېژني.»

بایډن د دې نه علاوه، دا هم ویلي چې ټېک او سوشل مېډیا کمپنۍ دا نشي کولی چې ګني د آزادي رای نه په ګټې اخیستو، د بدنیتۍ پر بنیاد دروغو د خورېدو سهولت برابر کړي.

بایډن لیکلي، «دا کمپنۍ باید په عمل کولو باندې دا یقیني وګرځوي چې د هغوی آلات او پلېټفورمونه، په خلکو باندې د څار او جاسوسۍ، د خلکو د شخصي حریم ماتولو، په چین او یا نورو ملکونو کې د جبر په عملي کولو، د غلطو معلوماتو او نفرت خبرو د خورولو، تشدد ته د خلکو هڅولو، او یا نورو غلطو کارونو دپاره استعمال نشي.»

د چین په وړاندې تګلاره

چین او روس هغه دوه ستر ملکونه دي چې د اقتصادي او سیاسي موضوعاتو په اړه اکثره د امریکا او دغو هېوادونو ترمنځ مسایل مخې ته راغلي دي او د دوی سره د تعلقاتو څرنګوالی، د امریکایي سیاستمدارانو د تګلارو مهمه برخه جوړوي.

د بایډن په وینا، «چین په نړۍ کې غټه لوبه رااخیستې ده، نړۍ کې خپل اثر رسوخ پراخول، د سیاسي نظام اشاعت، او همدا راز د آینده دپاره په ټکنالوجۍ کې سرمایه کاري غواړي.»

د دې ټولو سره سره، هغه وايي چې امریکا ته ضرور نده چې د امریکا سره سخت چلند راواخلي.

بایډن وایي، اقتصادي سلامتیا د قامي سلامتیا سره برابره ده او «باید چې امریکا آینده کې د چین او یا هر کوم بل هېواد په مقابله کې د اقتصادي پرمختګ دپاره، خپلې نوآورۍ تېزې کړي.»

بایډن دا هم ویلي چې په کار ده د امریکا په اډانو او تعلیمي برخې باندې لویې لویې سرمایه کارۍ وشي. د هغه په باور، داسې څه دلیل نشته چې امریکا دې د پاکې انرجۍ، فایف جي انټرنېټ، او نورو ټکنالوجیو کې د چین او یا بل ملک نه شا ته پاته شي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG