لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اردن د شاه عبدالله د ناسکه ورور په اړه په خبرونو پابندي لګولې 


شاه عبدالله
شاه عبدالله

اردن په مطبوعاتو پابندي لګولې چې د شاه عبدالله د ناسکه (مېرني) ورور او پخواني ولي عهد شهزاده حمزه په باره کې به خبرونه نه خپروي.

په مطبوعاتو دغه بندیز په داسې حال کې لګول شوی چې پوځ شهزاده حمزه په کور نظر بند کړی. په هغه د ملک د بې ثباته کولو د سازش الزام پورې کړی شوی دی.

د اردن حکومت د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د شهزاده حمزه په اړه د خبرو بندیز په مطبوعاتو او په سوشل میډیا یا د سماجي رابطو په وېب پاڼو په ځای کړی شوی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د اردن حکومت ویلي شهزاده حمزه د هغو خلکو سره په رابطه کې و چې د تړون یې د هغو خارجی کردارونو سره و چې اردن بې ثباته کول غواړي.

د اردن حکومتي خبري ادارې د مشر حکومتي وکیل یا څارنوال له قوله وویل د شهزاده حمزه بن حسین او نورو کسانو په اړه په مطبوعاتو د خبرونو پابندي ځکه لګول شوي د دوی په اړه د امنیتي ادارو تحقیقات په رازدارۍ کې وساتل شي.

شاه عبدالله شهزاده حمزه په کال ۲۰۰۴ کې د ولي عهد د چوکۍ یا د ممکنه جانشین د عهدې نه لرې کړی و او په هغه د اردن سلطنت د بې ثباته کولو الزام پورې کړی و.

شهزاده حمزه د خالي، شنبې، په ورځ د اردن په حکومتي مشرانو د بډو رشوتونو الزام لګولی و خو دوه ورځې وروسته یې د شاهي کورنۍ سره د وفادارۍ سند لاس لیک کړو.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG