لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان تخار ولایت کې دوه خبریالان په سټوډ‌یو کې دننه په ډزو وژل شوي


Journalists killed in Takhar
Journalists killed in Takhar

د افغانستان تخار ولایت په مرکز تالقان کې د سه شنبې يا نهې په شپه وسله والو د (همصدا) راډیو دوه خبریالان په ډزو وژلي. د پیښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.

د بخښنې نړیوال سازمان د دغې پيښې غندنه کړې او په دې اړند یې د هړخیزو پلټنو غوښتنه کړې.

د همصدا راډیو مشره سمین حسیني امریکا غږ ته وییلي چې وسله وال کسان د راډیو انګړ ته پر دېوال اوښتي او له هغه وروسته سټوډيو ته ورننوتي چې دواړه خبریالان رحیم الله او شفیق اریا یې د خپرونې پرمخ وړلو پر مهال ویشتلي.

د افغانستان یو وتلي خبریال لطف الله نجفزاده خپل پر ټویټر پاڼې دغه پیښه غندلې او لیکلي چې له دې پیښې سره د کال ۲۰۱۹ په یوازې ۵ اونیو کې دا د خبریالانو د وژلو درېیمه پیښه ده.

په افغانستان کې د امریکا سفیر ښاغلي جان باس په خپل ټویټر پاڼې لیکلي:

"تخار ولایت کې د دوو ځوان خبریالانو په وژنې ډیر خواشینی یم. اوس وخت راغلې چې د خبریالانو پر ضد د دغه شان جرمونو مخه ونیول شي."

د تخار امنتیې چارواکو وییلي پولیسو د پیښې پلټنې پیل کړي خو تر اوسه د دغې حملې کسان او هدف نه دی په ډاګه شوې.

په افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال د پیل راهسې دا دریم خبریال دی چې وژل کېږي.

او له دې تر مخه په جنوري میاشت کې د افغالنستان په فراه ولایت کې وسله والو طالبانو یو تن خبریال ووژلو.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

Recommended

XS
SM
MD
LG