لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صحافیان: د پېمرا په قانون کې د ترمیم دلارې حکومت د خبرونو خپرېدل قابو کول غواړي


د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزيب د بل اوړاندي کولو په وخت وويل د پېمرا ترميمى بل ٢٠٢٣ کي د ميډيا د کارمندانو د خيرښېګړې او د غلطو او جعلي خبرونو د مخنيوي کوښښ شوی دی
د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزيب د بل اوړاندي کولو په وخت وويل د پېمرا ترميمى بل ٢٠٢٣ کي د ميډيا د کارمندانو د خيرښېګړې او د غلطو او جعلي خبرونو د مخنيوي کوښښ شوی دی

د پاکستان حکومت د الېکټرانېک مطبوعاتو د څارنې ادارې پېمرا په قانون کې د ترمیم قانونى مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړې چې په کې میډیا ته قصداً جعلى خبر ورکولو په سر جرمانه د لسو لکو روپو نه يو کروړ روپو ته د زیاتولو تجویز شوی دی.

د قامى اسمبلۍ قایمه کميټۍ د جمعې په ورځ د دي قانوني مسودې منظورى ورکړه. مجوزه قانوني ترمیم به قامى اسمبلۍ ته د قانون سازۍ دپاره وړاندې کولی شي.

صحافتى ډلو او خبريالانو مجوزه قانوني مسودې ته سخت غبرګون څرګند کړی او ويلي يې دي چې په موجوده شکل کي به یې ونه مني.

د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزيب د بل اوړاندي کولو په وخت وويل د پېمرا ترميمى بل ٢٠٢٣ کي د ميډيا د کارمندانو د خيرښېګړې او د غلطو او جعلي خبرونو د مخنيوي کوښښ شوی دی.

د مریم اورنګزېب وينا وه چې په مجوزه قانون کې د ميډيا هنرمندانو ته حق ورکړی شوی چې د شکايتونو کونسل کي خپل شکايت درج کړي. هغې زیاته کړه وړاندي به د مطبوعاتو کارکونکي د خپلو تنخواګانو په غوښتنه د نوکريانو څخه ويستلې کيدل خو اوس به داسې نه وي او د ټي وي چينلونو مالکان به د کارکونکو تنخواګانې د دوو مياشتو نه زياتې نه شي ایسارولی.

په ترميمى مسوده کي په غلطۍ يا غلط خبر ورکولو مادې په جعلي خبر کي شاملې کړې شوي دي او حکومت وايي د دې دلارې به د غلطو يا د بې بنياده خبرونو خپرولو مخنيوی وشي.

د وي او ای ډيوه سره خبرو کى خبريال او د پاکستان فېډرل یونین اف جرنسلسټس، پى اېف يوجی، پخواني سيکريټري جنرل ناصرزيدى وويل"سوال نه پيدا کيږي" چې تنظیم يې مجوزه قانوني مسوده په موجوده شکل کې ومني."زه ګڼم چې د قانون به د صحافت ازادى او رای اظهار نور زيات کمزورې کړي."

هغه وویل پکار ده حکومت په تحمل او صبر د ټولو متعلقه ډلو سره مشاورت وکړي او بیا مجوزه د قانون د منظورۍ دپاره اسمبلۍ ته وړاندي کړى.

خبريال او څيړونکى هارون رشيد ډيوه ته وويل که څه هم دي قانونى مسوده کي بعضې ګامونه مثبت دي لکه د خبريالانو تنخواګانې په وخت ورکول وغيره خو په ټوله نړۍ کي د حکومت د ميډيا انتظام د يا څارنې ملاتړ نه کېږي. هغه زیاته کړه چې کوښښ دا وي چې خبري ادارې پخپله ځان د يو انتظام او ذمه وارۍ د لاندي راولى او داسي خبرونه خپروي چې کره نه وي او یا د چا په اېجنډا خپرېږي.

سېنیر خبريال او څيړونکی حامد مير يو شخصي ټي وي سره خبرو کي ويلي د مجوزه قانوني ترمیم دلارې پېمرا ته د خبرونو په خپرېدو اختیار ورکول کېږي چې په نتیجه کې به يې د پمرا د مشر کردار د ټي وي چينلونو د يو ايډيټر شکل اختیار کړي. هغه زياته کړه چې د مجوزه قانوني ترمیم مطلب په ميډيا سېنسر شپ يا قدغن لګول دي.

د پى ايف يو جي د صدر افضل بټ وينا وه چې د پېمرا په بورډ کي د صحيح يا غلط خبر په اړه د فېصلې دپاره د ميډيا دوه غړي خو شامل کړی شوي دي خو دوى سره د ووټ اختيار نشته او دا اختيار هم سرکارى چارواکو ته ورکړی شوی دی.

نړیوالې اداې وخت په وخت وايي په پاکستان کې مطبوعات د یو شمېر خنډانو او سېنسرشپ سره مخامخ دي.

د ار ايس ايف يا د بې پولو صحافيانو لخوا روان کال خپور کړې شوي کليز د نړۍ دصحافت د ازادۍ درجه بندۍ له مخې، پاکستان په کال ٢٠٢٢ کي اوه درجې په بره تللې دې.

د ار ايس ايف لخوا د صحافت دازاړۍ د ورځې په موقعه خپور کړې شوي درجه بنړۍ لآ مخې، پاکستان په يو سل اتيا(١٨٠) هيوادونو کي په يو سل پنځوست م (١٥٠) نمبر دې. د تير کال درجه بندۍ کي د پاکستان نمبر ١٥٧ ٶ٠

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG