لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلی ضلعو کښې د ایي ټي تعلیم په کور ناستو جینکو له د کار موقعې ورکولی شي،کارپوهان


دنړیوال بینک یوه څېړنه ښایي چې دخیبر پښتونخوا دسرښار پیښور په ښاري سیمو کښې یوازې ۱۳.۴ فيصدي ښځې د کور نه بهر کار اؤ مزدوری کوي.

دغه څېړنه کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان دننه اوس هم یوازې لس فیصدي ښځې مزدورکاره یا کارکوونکی قوت دی.

خو خیبر پښتونخوا کښې ایي ټي بورډ چې د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پرمختګ لپاره کار کوي او غیر دولتي بهرنیو اوًملکي ادارو سره د عملي زده کړې یعنی د انټرن شپ اوًفیلو شپ پروګرام هم لري، وایي چې
د ایي ټي تعلیم دغه هر څه بدلولی شی او په کور ناستې ښځې تعلیم او کار دواړه کولی شی.

د چارسدې ، مهمند او باجوړ څه نهه جینکو ته دوئ د انټرن شپ په ذریعه د ټیکنالوجی د لارې ډيرو څانګو کښې عملی تعلیم او د کار کولو موقعې هم ورکوي.

د يوې غېر دولتي ادارې کوډ فار پاکستان او د خېبر پښتونخوا ايي ټي بورډ عملي زده کړو يا د انټرن شپ پروګرام کې برخه اخستونکې د باجوړ مريم هاشم وايي هغه په ټېکنالوجۍ کې دلچسپي لري او غواړې چې يوه ډېټا سائنسدانه جوړه شي.

هغې د پېښور د بېنظير وومن يونيورسټۍ نه کمپيوټر سائېنس کې لوړې زده کړې کړې دي خو هغه وايي د دې انټرنشپ پروګرام د لاندې هغه په کور کې دغه عملي زده کړې کوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وايي"ما د تېرو څلورو مياشتو نه په ارټيفېشل انټېلجنس او د پروګرامنګ په عملي زده کړو کار وکړو. دې سره سره مونږ ته په دې پروګرام کې په سافټ وئېرز سکلز او کېريئر کونسلنګ باندې بېلا بېل سېشنز راکولی کيږي. او ورسره ورسره په ان لاېن کاروبار کولو او فري لانسنګ هم مونږ له تربيت راکوي"

مريم هاشم وايي د پښتنو په سيمو کې اکثر جينکيو ته د تعليم موقعې نه وي.

هغه وايي په خاصه توګه په قبایلي ضلعو لکه د هغې خپلې ځايي ضلعې باجوړ کې هم د ايي ټي د لوړو زده کړو لپاره موقعې نشته.

"د هغه ځائ جينکۍ سبق خو وايي خو هغوئ ايي ټي سره ډېر تعلق ځکه نه شي لرلی چې ايي ټي يو داسې مضمون دی چې ته به يې په رېګولر يا باقاعده توګه باندې کوې. او دلته کې جينکۍ پرائېوېټ سبق وايي ځکه چې هلته کې شته دی نه. هغوئ داسې څه اداره نه لري چې هغوئ ترې سبق ووايي. موقعه ورته نه ده ترلاسه شوې چې له وجې يې هغوي ډير وروستو پاتې شو"

جينکۍ د ايي ټي شعبې کې دپرمختیا په لړ کې دکوم رقم ستونزو سره مخ کيږي ددغه چېلنجونو په هکله مريم هاشم وویل "چېلنجز ډېر دي، تاسو ته معلومه ده چې د باجوړ خلک ډېر پابنده خلک دي. جينکۍ داسې ځايونه ته نه پرېږدي چرته چې هلکان او جينکۍ په ګډه سره کار کوي"

هغه زیاتوي "هم داسې واده کړې جينکۍ چې دفترونو ته ځي نو هغوئ ته ډېرې ستونزې وي. هغوي ته خپل کور او ماشومان هم سمبالول وي. د دفتر کارونه وي نو هغوئ ته وخت په لاس نه ورځي. نو داسې ډېرې ستونزې مخې ته راځي"


د دغه انټرن شپ پروګرام رابطه کار بشره مصطفا وايي دا انټرن شپ پروګرام چې تېر کال شروع شوی دی دوئ څه نهه داسې زده کونکو جينکو ته د انټرن شپ د لارې د ايي ټي تعليم او هنر ورکوي چې هغوئ په کور ناسته زده کړه هم کوي او بيا کار هم شروع کولی شي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "ددې پروګرام مقصد دا هم دی چې دې سره زمونږ يو فېلو شپ پروګرام هم چليږي او نن سبا يې دې انټرن شپ سره اووم بېچ شروع شوی دی"

نوموړی وایي " دې کې مونږ ۲۵ فيصدي برخه د ښځو لپاره مختص کړې ده. خو اکثره هغه کوټه پوره هم نه شي. د دې پروګرام دا مقصد هم دی چې کومې جينکۍ مونږ سره انټرنز يا کارکوونکې دي دوئ د دې جوګه شي چې دغه فېلو شپ پروګرام کې مخکې شاملې شي"

هغه وايي ددې پروګرامونو مقصد د ايي ټي شعبه کې جينکو له تعليم، هنر او تجربه ورکول دي چې هغوئ په کور کې په ناسته د خپل تعليم او هنر د لارې روزګار وکړی شي او د خپلې کورنۍ او ملک په معاشي ترقۍ کې رول ولوبوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG