لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جج دا فېصله ځنډولې چې ایا د لوڅو فلمونو اداکارې ته د پېسو په ورکولو ټرمپ ته اورول شوې سزا ختمه کړي؟


ټرمپ د نومبر د پينځمې نېټې صدارتي انتخاب ګټلی دی. په عدالت کې قانوني پوښتنه د هغه د اینده صدر نه بلکې د هغه د پخواني صدر د حېثیت سره تړون لري
ټرمپ د نومبر د پينځمې نېټې صدارتي انتخاب ګټلی دی. په عدالت کې قانوني پوښتنه د هغه د اینده صدر نه بلکې د هغه د پخواني صدر د حېثیت سره تړون لري

د امریکې په نیویارک ښار کې د یو عدالت جج په دې اړه خپله فېصله ځنډولې ده چې ایا د لوڅو فلمونو یوې اداکارې ته د پېسو ورکولو په مقدمه کې صدر منتخب ډانډټرمپ ته اورول شوي سزا ختمه کړی شي او که نا؟

جج هوان مېنوېل مرچن به د نهې، سه شنبې، په ورځ فېصله اوروله خو د دې په ځای هغه د ټرمپ وکیلانو ته وویل د فېصلې اعلانول يې د نومبر تر ۱۹ نېټې پورې وځنډول.

په عدالت کې د جمع کړی شویو ايمېلونو ترمخه، د ټرمپ وکیل اېمل بوي غوښتنه کړې وه چې فېصلې دې وځنډول او مقدمه دې باالاخېر ختمه کړی شي چې دا ډول د هغه په قول د حکومت په چلولو کې صدر دپاره غېر اییني خنډان لرې شي.

سرکاري وکیلانو فېصله د ځنډول کېدو سره اتفاق وکړو.

ټرمپ د نومبر د پينځمې نېټې صدارتي انتخاب ګټلی دی. په عدالت کې قانوني پوښتنه د هغه د اینده صدر نه بلکې د هغه د پخواني صدر د حېثیت سره تړون لري.

د سږ کال د می په میاشت کې د منصفانو یوې شورا یا جیوري ټرمپ په دې الزام مجرم وبللو چې د لوڅو فلمونو اداکارۍ سټورمي ډېنییل ته يې په کال ۲۰۱۶ کې ۱۳۰۰۰۰ ډالر ورکړې وې چې هغه سره د جنسي تعلق په اړه خاموشه پاتې شي او د پېسو ادایګي خفیه ساتلو دپاره یې په حساب کتاب کې دروغ ویلي وو.

ټرمپ دا خبره ردوي چې څه غلط کار يې کړی او دريځ لري چې دا د هغه صدارتي کېمپېن ته د نقصان رسوولو دپاره د سرکاري وکیلانو چال و.

د ټرمپ په ضد د دغه فېصلې څه دپاسه یوه میاشت وروسته سپریم کورټ دا فېصله وکړه چې د پخوانیو صدارانو خلاف د هغه کارونو په سر چې د صدارت په وخت يې کړي دي په اړه څه قانوني اقدامات نه شي اخیستل کېدی.

عدالت دا هم ویلي وو سرکاري وکیلان د شخصي چلند په اړه مقدمه کې هم د هغه د حکومتي اقدامات نه شي راپورته کولی.

فلمي اداکارې ته د پېسو ورکولو په مقدمه کې د ټرمپ وکیلانو د سپریم کورټ د فېصلې په حواله ویلي وو پکار نه ده چې جیوري ته د ټرمپ د مالي چارو په اړه معلومات او یا د وایټ هاوس د چارواکو شهاتونه ورکړی شوی وی.

سرکاري وکیلانو دا خبره رد کړې وه او ويلي يې وو چې دغه شواهد د مقدمې ډېره معمولي برخه وه.

د امریکې په تاریخ کې د وړمبی ځل و چې یو پخواني صدر ته په مجرمانه الزاماتو سزا واورول شوه چې ۷۸ کلن ټرمپ يې د جرمانې او یا د قېد سزا سره مخامخ کړو.

ډېنيلز ته پېسې د ټرمپ شخصي وکیل مایکل کوهن ورکړې وې. د ټرمپ کمپنۍ دغه پېسې بیا په قسطونو کې هغه ته بېرته ادا کړې او په کتابونو کې يې دغه ادایګۍ قانوني اخراجات څرګند کړل. ترغه وخت ټرمپ په وایټ هاوس کې و او کوهن ته د پېسو ځېني چېکونه يې پخپله لاس لیک کړي وو.

د سرکاري وکیلانو وېنا وه چې کوهن ته ورکړی شوي چېکونه قانوني اخراجات د ظاهرولو مقصد ووټران ډېنیل سره د ټرمپ د تعلق نه بې خبره ساتل او د هغه د هغه وخت صدارتي کېمپېن د نقصان نه بچ کول وو.

ټرمپ ویلي کوهن ته د پېسو ادایګي جایز قانوني اخراجات وو او د ډېنییل قیصه د خاموشه کولو مقصد د ووټرانو نظر بدلول نه وو بلکې د هغه کورنۍ د پرېشانۍ نه بچ کول وو.

په کال ۲۰۱۶ کې چې کوهن ډېنیلز ته پېسې ورکولې نو ټرمپ لا صدر نه و، صدارتي کېمپېن يې شروع کړی و. خو کله چې کوهن ته پېسې بېرته ورکړی کېدې نو ټرمپ صدر و او کوهن دا بیان ورکړی دی چې هغه ته د پېسو د بېرته ادایګۍ د انتظام په اړه خبرې اترې د وایټ هاوس په اوول افس نومې دفتر کې شوې وې.

ټرمپ د میاشتو راهسې کوښښونه کوي د هغه په ضد ډېنیلز ته د پېسو د مقدمې فېصله ختمه کړی شي او اوس به صدر منتخب په حېث د دې ختمېدل غواړي.

ډیوه وټس اېپ چېنل
ډیوه وټس اېپ چېنل

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په مردان کی د نړیوالو ژبو د زدکړو یو ورځنی کانفرنس شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG