د امریکې په فلورېډا ریاست کې وفاقي عدالت خفیه دستاوېزات په غیر قانوني توګه ځان سره د ساتلو په سر د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ خلاف مقدمې د اورېدلو ابتدايي تاریخ د اګست د میاشت ۱۴ ټاکلی دی.
په ټرمپ الزام دی چې د صدارت د ختمېدلو او وایټ هاوس نه د وتلو وروسته يې انتهايي خفیه سرکاري دستاوېزات د ځان سره اېښودي وو او دستاوېزاتو حکومت ته د ورکولو مخه يې نيوله.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د عدالت جج وویل د ټرمپ خلاف د مقدمې د شروع کېدو نه مخکې اړونده دستاوېزات دې عدالت ته د جولای د ۲۴ نېټې پورې ورکړی شي.
ټرمپ د دې میاشت په شروع کې د فلورېډا په مایامي ښار کې عدالت ته حاضر شوی و او د خپلې بې ګناهۍ دعوه يې وکړه.
ټرمپ د امریکې په تاریخ کې لومړی پخوانی صدر دی چې خفیه دستاوېزات په مبینه توګه په غیرقانوني ډول ځان سره د ساتلو په سر پې د منصفانو جرګې د ۳۷ مادو فرد جرم لګولی دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال مسعود فاریوار د پورټ نه اخیستل شوي دي