د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ خلاف د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې د مبینه درغلي او د انتخاب نتیجه په خپل کې د بدلولو په الزام مقدمه به د مارچ په څلورمه نېټه اورول کېږي. دا فېصله د وفاقي عدالت ججې د ګل، دوشنبې، په ورځ واروله.
د ټرمپ د مقدمې نېټه د ټاکلو په مهال یو اېس ډېسټرېکټ جج ټانیا چټکن د مقدمې د سماعت دپاره هغه تاریخونه رد کړل چې سرکاري وکیلانو او د پخواني صدر وکیلانو تجویز کړي وو.
د سرکار وکیلانو غوښتنه وه چې مقدمه دې د جنورۍ په دویمه نېټه شروع شي او د منصفانو د شورا غړو انتخاب دې په ډسمبر کې وشي.
د ټرمپ دفاع کونکو وکیلانو غوښتل چې مقدمه دې د کال ۲۰۲۶ د اپرېل د میاشت پورې وځنډول شي.
د مارچ په څلورمه نېټه به د ټرمپ د مقدمې اورونه په داسې حال کېږي چې په ۲۰۲۴ کې صدارتي انتخاب دپاره مهم به ښه په زور کې وي.
ټرمپ په اینده صدارتي انتخاب کې د وردېدو اعلان کړی او غواړي چې بیا د ريپبلېکن پارټۍ په نامزدګۍ په صدارتي ووټونو کې ودرېږي.
د ټرمپ د مقدمې سماعت به په داسې حال کې هم کېږي چې یوه ورځ وروسته به د ۱۲ نه زیاتو ریاستونو کې د ريپبلېکن او د ډېموکرېټک پارټیو پلویان د ووټونو دلارې په اینده صدارتي انتخاب د پارټۍ یو امیدوار غوره کوي.
د ډېموکرېټک پارټۍ د امریکې موجوده صدر جوبایډن هم په راتلونکي صدارتي انتخاب کې د ودرېدو اعلان کړی دی.
د کال ۲۰۲۰ صدارتي انتخاب په لړ کې په ټرمپ د څلورو مجرمانه دفعاتو دلاندې الزامات لګول شوي چې په کې امریکې سره د درغلۍ سازش او په حکومت کار کې د خنډ سازش شامل دی.
ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات ردوي او سیاسي انتقام یې بلي.
د مقدمې اورونه د ځنډولو په لړ کې د ټرمپ وکیلانو ویلي چې د مېلینونو دستاوېزاتو کتنه به کوي او د مقدمې نېټه د نورو مقدمو سره په ټکر کې ده.
د مقدمې د اورونې دپاره د حکومتي وکیلانو د مجوزه نېټېې په اړه ټرمپ وکیل جان لورو وویل دا ناانصافي ده چې د دومره اهمې مقدمې سماعت په څلورو میاشتو کې شروع کړی شي.
ججې چټکن وویل د مدافعې وکیلان د تحقیقاتو او مقدمه تیارولو دپاره دوو کلونو ته ضرورت نه لري.
ټرمپ د دریو مجرمانه مقدمو سره هم مخامخ دی. د دوو مقدمو اورونې دپاره اینده کال نېټې ټاکل شوي دي.
د مارچ په ۲۵ نېټه به په نیویارک کې د ټرمپ یوه مقدمه په دې الزام شروع کېږي چې د کال ۲۰۱۶ د صدارتي انتخاب نه مخکې هغه د لوڅو فلمونو یوې ادا کارې ته پېسې ورکړې وې چې هغه سره د تعلق په اړه دې اداکاره خاموشي اختیار کړي.
د می په ۲۰ به ټرمپ په فلورېډا کې د منصفانو سره مخامخ کېږي په دې الزام چې هغه د صدارت دوره د ختمېدو نه پس خفیه حکومتي دستاوېزات د ځان سره کور ته وړلي وو او د تحقیق کونکو نه يې پټ ساتلي وو.
د ټرمپ خلاف تر ټولو ورستي کېس کې په جورجیا ریاست کې په هغه فرد جرم لګول شوی چې په دغه ریاست کې د صدارتي انتخاب نتیجه په خپل حق کې د بدلولو کوښښ کړی و.
د امریکې په تاریخ کې ټرمپ وړمبی پخوانی صدر دی چې د مجرمانه اقداماتو الزامات پې لګول شوي دي او که چېرې هغه سزا شي نو باقي پاتې عمر به يې په زندان کې تېر شي.
تېره هفته هغه د امریکې د تاریخ وړمبی پخوانی صدر شو چې په جورجیا ریاست کې يې د یو قېدي په شان مګ شاټ یا د مخ تصویر واخیستل شو.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال مسعود فاریوار د رپورټ نه اخیستل شوي دي
Forum