د جمیعت علما اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان تیره شپه ناوخته په اسلام اباد کې د ازادي مارچ ګډون والو ته په وینا کې ویلي، د عمران خان حکومت ختمیدو پورې به ازادي مارچ روان وي او دوي به د خپلو غوښتنو نه، نه وروستو کیږي.
د جی یو ايی اېف مشر دهړکه ورکړې چې په اسلام اباد کې ناسته د دوي لومړۍ منصوبه ده. نوموړي ویلي ٫٫ مونږ سره پلان بي اوپلان سي هم شته. ستاسو جیلونه به ډک شي او د خلکو ځاې به پکې نه وي.٬٬
په خپله وینا کې مولانا فضل الرحمان ویلي د ازادۍ مارچ د راتلونکې فیصله به نن د ګل یا دوشنبې په ورځ د مخالفه سیاسي ګوندونو په غونډه یا آل پارټیز کانفرنس کې کیږي.
د تحریک انصاف حکومت مخالفه ګوندونو دغه غونډه یا ال پارټیز کانفرنس به نن په اسلام اباد کې ترسره کیږي او پکې به ټول ګوندونه د حکومت پر ضد روان احتجاج د راتلونکي فیصله کوي.
دمولانا فضل الرحمان په مشرۍ دپاکستان دمخالفو سیاسي ګوندونو په لکونو فعالین دتیرو څلورو ورځو راهسې پلازمینه اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دي اؤ د وزیراعظم عمران خان نه د استعفا غوښتنه کوي خو عمران خان واضحه کړې ده چې هغه به داحتجاج کوونکو په فشار استعفا نه ورکوي.
دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان دجمعې په ورځ اسلام اباد کې راجوړې شوې جلسې ته پخپله وینا کې په وزیراعظم عمران خان غږ کړی ؤ چې په دوؤ ورځو کې باید دخپلې څوکۍ نه استعفا ورکړي اؤ ددې ترڅنګ یې د پوځ اؤ ریاستي ادارو نه هم غوښتي وؤ چې ځانونه باید بې پلوه وساتي.
ادارې دې په خپلو حدونوکې پاتې شي:
تیره شپه په خپله وینا کې د جی یو ایي اېف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان یو وارې بیا د پاکستان پوځ ته په اشاره کې ویلي چې په پاکستان کې ریاستي ادارې د اېین یا اساسي قانون لاندې ټاکل شوې حدونو نه بهر وتلي دي.
نوموړي د پاکستان پوځ په اړه ویلي: ٫٫ زمونږ پوځ لانجمن شوی. مونږ داسې نه شو لیدلی.٬٬ د خپلې دغه خبرې په دلیل کې مولانا ویلي چې د پاکستان ستر عدالت یا سپریم کورټ مشر قاضي هم دې خبرې ته اشاره کړې وه چې ٫٫ ټولې اېیني ادارې د خپلو حدونو نه بهر وځي او په هغه څه کې لاسوهنه کوي کوم کې چې د دوي لاس نه وي پکار.٬٬
د جمعې په ماښام هم د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کې د ازادي مارچ زرګونو ګډونوالو ته په وینا کې د کومې ادارې د نوم اخيستو پرته ويلي، له ادارو سره تضاد يا ټکر نه غواړي خو ويلي يې دي ادارې هم باید خپله بې طرفي ثابته کړي.
مولانا ويلي "دوی ادارې بې طرفه ليدل غواړي او که ادارې د ناجايزه واکمنو په شا ودريږي نو دوه ورځې وخت دی ورسره، بيا دې دوی ونه درول شي د ادارو په اړوند دوی خپله رایې لري".
د فضل الرحمان د دغه وېنا په اړوند د پاکستان په شخصي ټيلي ويژن (ای ار وايي) باندې د پوځ د وياند مېجر جنرل اصف غفور نه پوښتنه شوې او هغه ورته په ځواب کې ويلي، "اول خبره دا ده او د هغه (مولانا) نه دا پوښتنه ده چې هغه د کومې ادارې خبره کوي، او که هغه د پوځ خبره کوي نو پوځ بې طرفه اداره ده مونږ د ائين او قانون په عملدارۍ یقين ساتو او زمونږ ملاتړ په جمهوري توګه د يو منتخب حکومت سره دی د يو ګوند سره دی".
مولانا فضل الرحمان د شپې په مهال د مخالفه ګوندونو د مشرانو سره د ليدو وروسته مطبوعاتو سره په خبرو کې د پوځي وياند بيان ته په غبرګون کې وويل،
"د پوځ وياند چې کوم بيان ورکړی دی دا بيان کوم سياستوال له ورکول پکار ؤ او پوځي وياند چې څنګه ويلي پوځ دې بې طرفه اداره وي خو پوځي ویاند د دغه بيان د لارې د پوځي ادارې يو طرفته بوتلو هڅه کړې ده او دوی ګڼي چې داسې کول نه دي پکار".
مولانا وویل، دوی غواړي چې ادارې دې بې طرفه وي. "زما نه پوښتنه شوې چې د ادارې نه يې څه مطلب دی؟". په ځواب کې هغه وويل،
"پوځي وياند په خپله دا خبره کړې ده چې د مولانا فضل الرحمان د ادارې نه مطلب څه دی. پوځ دې د سياست نه لرې وساتل شي او که په تېر وخت کې پوځ کومه غلطي کړي وي نو بيا هم دوی د ادارو سره ټکر نه غواړي بيا پوځي وياند ولې اداره د اولس سره په ټکر کوي".
د تحریک انصاف حکومت ته دهړکه:
مولانا فضل الرحمان تیره شپه په خپله وینا کې دا دهړکه هم ورکړې چې که چرې وغواړي نو دوي نه یواځې ډي چوک ته تلی شي بلکه هر هغه څه کولی شي د کوم چې اراده ولري، هیڅوک هم زمونږ مخه نه شي نیولی. نوموړي ویلي: ٫٫ مونږ پرامنه خلک یو داسې به هیڅ کار نه کوو.٬٬ د ګوند مشر زیاته کړې چې دوي اوس ډي چوک ته نه دي روان او د ال پارټیز کانفرنس د فیصلې وروسته به د راتلونکې په اړه فیصله کوي.
د جی یو ايي اېف مشر د احتجاج ګډون والو ته ویلي چې د پاکستاني میډیا لخواد احتجاج په اړه خپریدونکي خبرو ته دې پام نه ګرځوي. مولانا ویلي:٫٫ په خپل ځان او خپلو مشرانو باور ساتۍ، ستاسو د مشرانو لخوا اخستل شوي فیصلې به په راتلونکې کې ستاسو لپاره ګټه ورې وي.
د تحریک انصاف حکومت غبرګون:
د تحریک انصاف حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې د پاکستان ۹ لویو سیاسي ګوندونو دغه احتجاج او د مولانا د تیرې شپې د وینا وروسته د تحریک انصاف حکومت لخوا د مخالفه ګوندونو سره د خبرو اترو لپاره جوړې شوې کمیټۍ هم یوه غونډه کړې.
په اسلام اباد کې شوې دغه غونډه کې فیصله شوې چې د مخالفه سیاسي ګوندونو رهبر کميټۍ سره د خبرو اترو لپاره به د پاکستان مسلم لیګ ق ډلې مشر چودهري شجاعت حسین لیږي. بل خوا پاکستاني مطبوعات وايي چې د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر هم تیره شپه د رهبر کمیټۍ مشر اکرم خان دراني سره په ټيلیفون خبرې اترې کړي او وړاندیز يې کړی چې دواړه خواو له ناسته پکار ده.
د پاکستان د دفاع مرکزي وزیر او د مخالفه سیاسي ګوندونو سره د خبرو اترو لپاره د حکومت لخوا جوړې کمیټۍ مشر پرویز خټک تیره شپه وي او ای اردو ته په یوه مرکه کې ویلي چې د مخالفه ګوندونو سره د وزیراعظم عمران خان د استعفا پرته په هر څه خبرو اترو ته تیاد دي.
پرویز خټک زیاته کړې چې د وزیراعظم د لرې کولو غوښتنه غیر جمهوري او غیر اېیني ده. او د پاکستان په اساسي قانون یا اېین کې د وزیراعظم د لرې کولو خپله یوه لاره شته.