لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډهاکه : عدالت په جماعت اسلامي بنديز لگولى


ICT
دزيارت په ورځ بنگله ديش کې دډهاکې هائيکورټ ددغه هيواد د مهم سياسي گوند جماعت اسلامي رجسټريشن منسوخ کړى اؤ په دغه گوند يې پابندي لگولې ده.
دکيس داوريدنې په مهال دعدالت جج معظم حسين وويل دغه گوند غيرقانوني گرځولى شي.
دکيس داوريدنې په مهال دبنگله ديش پايتخت ډهاکه کې سخت حفاظتي گامونه نيول شوي وؤ اؤ انديښنه څرگندولى شي چې ددغه فيصلې له امله به دغه هيواد کې نور تاؤتريخوالى هم راولاړ شي.
عدالت وئيلي دي چې جماعت اسلامي په راتلونکي کال کې دکيدونکو انتخاباتو ضابطې ماتې کړي اؤ زياته کړې يې ده چې په دغسې کولو سره جماعت اسلامي انتخاباتو کې خپل گډون په خطر کې اچولى.
عدالت دجماعت اسلامي په قانوني حيثيت دغه خپله فيصله دهاغه درخواست په ځواب کې اورولې چې پکې وئيل شوي ؤ دجماعت اسلامي منشور دملک سيکولرائين سره په ټکر کې دى.
ددغه عدالتي فيصلې وروستو په سياسي توگه حساس هيواد بنگله ديش کې دجماعت اسلامي دپلويانو له لوري دنوي اړي گړي دخوريدو انديښنه ده.
له دې وړاندې دجنگي جرمونو ديو ځانگړي ټريبونل لخوا دجماعت اسلامي مشرانو ته پاکستان څخه دازادۍ ترلاسه کولو دجگړې په مهال په جنگي جرمونو کې دککړتيا په تورونو دمرگ دسزا پشمول دسختو سزاگانو ورکولو وروستو نښتې شوي چې پکې په لسگونو کسان وژل شوي وؤ.
دډهاکې دميټروپوليټن پوليس کمشنر معروف حسين سردار يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې عدالت اؤ خواؤشا سيمو کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
بلخوا دبنگله ديش داليکشن کميشن يو وکيل وئيلي دي چې جماعت اسلامي دې پخپل منشور کې بدلون اؤ انتخاباتو کې دگډون لپاره دنوي سره دخپل گوند اندراج وکړي.
بنگله ديش کې دصوفي مسلمانانو يوې ډلې ، يو شمير تنظيمونو اؤ نورو کسانو دسيکولر حکومت درامينځته کيدو څخه څو ورځې وروستو جنورۍ کال ٢٠٠٩م کې دجماعت اسلامي درجسټريشن دختمولو لپاره درخواست جمع کړى ؤ.
ددرخواست ورکوونکي وکيل شيخ رفيق الاسلام خبريالانو ته وئيلي دي چې دجماعت اسلامي په منشور کې داقليتونو اؤ ښځو په ضد امتيازات موجود دي اؤ هغوي په مذهبي قوانينو ټينگار کوي.
چې په دې ددفاع وکيل تنزل اسلام وويل دگوند په منشور کې هيڅ يو شق دائين په ضد نۀ دى.
دبنگله ديش سيکولر حلقې دډيرې مودې څخه غوښتنه کوي چې د١٩٧١ء کې پاکستان څخه دازادۍ په جگړه کې دجماعت اسلامي له لوري دبنگله ديش دمخالفت له امله دې په دغه گوند پابندي ولگول شي.
بنگله ديش کې دجماعت اسلامي په مشرانو مقدمې چلولى شي، چې پکې څلورو مهمو مشرانو ته دبنگله ديش دازادۍ مهم کې دجنگي جرمونو، وژنو، مذهبي امتياز اؤ نورو جرمونو په اساس دمرگ سزاگانې اورول شوي دي.
دبشري حقونو ديوې ډلې دراپور ترمخه دجماعت اسلامي مشرانو ته ددغه فيصلو اورولو وروستو دبنگله ديش په بيلا بيلو سيمو کې په سړکونو امنيتي ځواکونو سره شوؤ نښتو کې د١٥٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG