لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د جون ټینت ورځ ولمانځله شوه


که څه هم په کال ۱۸۶۳ کې د صدر اېبراهم لېنکن د اېمېنسېپېشن پراکلېمېشن یا د ازادۍ د اعلامیې ترمخه،  په امریکا کې د غلامۍ نظام ختم شوی و او تورپوستو امریکایانو غلامۍ نه ازادۍ ترلاسه کړې وه خو د دې اطلاق په ۱۸۶۵ کې د خانه جنګۍ د ختمېدو پورې په ځینو جنوبي ریاستونو کې نه و  شوی
که څه هم په کال ۱۸۶۳ کې د صدر اېبراهم لېنکن د اېمېنسېپېشن پراکلېمېشن یا د ازادۍ د اعلامیې ترمخه،  په امریکا کې د غلامۍ نظام ختم شوی و او تورپوستو امریکایانو غلامۍ نه ازادۍ ترلاسه کړې وه خو د دې اطلاق په ۱۸۶۵ کې د خانه جنګۍ د ختمېدو پورې په ځینو جنوبي ریاستونو کې نه و  شوی

په امریکا کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د جون ټينت ورځ د هغې واقعې په یاد کې ولمانځله شوه چې اخېري تورپوستو امریکایانو ته معلومه شوه چې د غلامۍ نظام ختم شوی او دوی ازاد شهریان دي.

د جون ټینت د لمانځلو ابتدا په ټېکسس ریاست کې شوې. که څه هم په کال ۱۸۶۳ کې د صدر اېبراهم لېنکن د اېمېنسېپېشن پراکلېمېشن یا د ازادۍ د اعلامیې ترمخه، په امریکا کې د غلامۍ نظام ختم شوی و او تورپوستو امریکایانو غلامۍ نه ازادۍ ترلاسه کړې وه خو د دې اطلاق په ۱۸۶۵ کې د خانه جنګۍ د ختمېدو پورې په ځینو جنوبي ریاستونو کې نه و شوی.

دا خبر چې په امریکا کې غلامي ختمه شوې د ټېکسس ریاست ساحلي ښار ګېلوېسټن ته بالاخېر د کال ۱۸۶۵ د جون په ۱۹ نېټه هغه وخت ورسېدو چې مېجر جنرل ګورډن ګرېنجر د خپلو عسکرو ترڅنګ ورغلو. جنرل ګرېنجر په سول وار یا خانه جنګۍ کې د یونین ځواکونو پوځي افسر وو او د غلامۍ او جنوبي ریاستونو په حق کې د کنفېډرېټ ځواکونو خلاف جنګېدو.

ګېلوېسټن ته د جنرل ګرېنجر د رسېدو نه دوه میاشتې مخکې د کنفېډرېټ ځواکونو مشر جنرل رابرټ ايي لي په ورجینیا ریاست کې د یونین ځواکونو مشر جنرل یولېسس اېس ګرانټ ته تسلیم شوی و.

صدر جوبایډن په کال ۲۰۲۱ کې د کانګرس منظور کړې قانوني مسوده دستخط کړه او دا ډول د جون د میاشت ۱۹ نېټه په وفاقي سطح د رخصتۍ ورځ وټاکل شوه
صدر جوبایډن په کال ۲۰۲۱ کې د کانګرس منظور کړې قانوني مسوده دستخط کړه او دا ډول د جون د میاشت ۱۹ نېټه په وفاقي سطح د رخصتۍ ورځ وټاکل شوه

جنرل ګرېنجر ګېلوېسټن ته د ځان سره دریمه نومې حکمنامه وړلې وه چې په کې وېل شوي وو چې د ټېکسس ولس ته خبرتیا ورکول کېږي چې هغه پراکملېمېشن یا اعلامیه چې د امریکې متحده ریاستونو وړاندې جاري کړې، ترمخه يې ټول غلامان ازاد دي، په دې کې مساوي شخصي حقونه او د پخواني غلامان او د دوی پخوانیو مالکانو ترمنځ تعلق به د مالک او د هغه د تنخادار کارکونکي په څېر وي.

شپږ میاشتې وروسته چې جورجیا ریاست په ۱۳ اييني ترمیم دستخط وکړو نو غلامي په مستقل ډول ختمه شوه. د دې نه یو کال پس د ګېلوېسټن ازادو خلکو د جون ټينت د لمانځلو شروعات وکړل.

صدر جوبایډن په کال ۲۰۲۱ کې د کانګرس منظور کړې قانوني مسوده دستخط کړه او دا ډول د جون د میاشت ۱۹ نېټه په وفاقي سطح د رخصتۍ ورځ وټاکل شوه.

جون ټینت د جون او د ناینټین شمېرې مجموعه ده او د جون ټینت انډېپېنډېنس ډی یا د جون ټینت د ازادۍ ورځ، فريډم ډی یا د ازادۍ ورځ، سېکېنډ انډېپېنډېنس ډی یا د ازادۍ دویمه ورځ او د اېمېنسېپېشن ډی یا د ازادۍ د ورځ په نامه هم یادېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG