لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د صدر زوی د غېر قانوني وسلې په مقدمه کې مجرم وټاکل شو


د مقدمې د سرکاري وکیلانو دریځ و چې هنټر د وسلې د اخیستول په وخت دروغ ویلي وو چې هغه څه غېرقانوني نشۍ توکي نه استعمالوي او نه هم په څه نشه اخته دی
د مقدمې د سرکاري وکیلانو دریځ و چې هنټر د وسلې د اخیستول په وخت دروغ ویلي وو چې هغه څه غېرقانوني نشۍ توکي نه استعمالوي او نه هم په څه نشه اخته دی

د امریکې صدر جوبایډن زوی هنټر بایډن په کال ۲۰۱۸ کې ریوالور یا تماچه په غېر قانوني توګه د اخیستلو په مقدمه کې د نهې، سه شنبې، په ورځ مجرم وټاکل شو.

د مقدمې د سرکاري وکیلانو دریځ و چې هنټر د وسلې د اخیستول په وخت دروغ ویلي وو چې هغه څه غېرقانوني نشۍ توکي نه استعمالوي او نه هم په څه نشه اخته دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ جیوررز یا د منصفانو ډلې د هنټر په ضد په ټولو دریو فرد جرمونو ملزم وټاکلو. د صدر په زوي الزام و چې د وسلې دوکاندار ته يې دروغ ویلي وو، د دروغو دا دعوه يې کړه وه چې د نشۍ توکیو استعمال نه کوي او غېر قانوني توګه يې وسله ۱۱ ورځې د ځان سره ساتلې وه.

که جج هنټره ته سزا اوروي نو هغه ته ۲۵ کاله د قېد سزا کېدلی شي خو په وړمبي ځل په دې ډول جرم کې ککړو کسانو ته په عمومي توګه دا سزا نه ورکول کېږي. دا هم نه ده معلومه چې ایا هنټر ته به د قېد سزا ورکړی هم شي او که نا؟

د هنټر بایډن نه مخکې د سږ کال په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ ممکنه امیدوار ډانلډ ټرمپ هم د منصفانو شورا ملزم ټاکلی دی.

د سږ کال د نومبر په میاشت کې په صدارتي انتخاب کې ټرمپ د ډېموکرېټېک پارټۍ موجوده صدر بایډڼ ممکنه حریف ګڼل کېږی.

د بایډن کور په ډېلاوېیر ریاست کې دی او هغه خپل خان د ریاست په وېلمېنګټن ښار د زوي د مقدمې نه لرې ساتلی دی.

ټرمپ او هنټر دواړو ویلي چې د سیاست ښکار شوي دي. که څه هم ټرمپ د هغه خلاف د منصفانو د شورا فېصله رد کړې، بایډن ویلي د عدالت فېصله به مني او د صدر په حېث به زوي ته معافي نه ورکوي.

د جیورې فېصله د اعلانېدو وروسته، صدر بایډن وویل هغه فېصله مني او په داسې حال کې چې هنټر د فېصلې په اپیل غور کوي هغه د عدالتي بهیر احترام کوي.

صدر په یو بیان کې وویل په مینه او ملاتړ به د هنټر او د کورنۍ سره ولاړ وي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG