لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ په مقدمه کې به د منصفانو ډله د هغه خلاف په الزاماتو غور شروع کوي


د مقدمې مرکزي الزام دا دی چې د کال ۲۰۱۶ په صدارتي انتخاب کې د برخه اخیستلو، او بالاخېر دا انتخاب د ګټلو نه وړاندې، ټرمپ د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډېنییلز ته ۱۳۰۰۰۰ ډالر ورکړې چې د هغه سره د کال ۲۰۰۶ د جنسي تعلق په اړه خاموشه پاتې شي
د مقدمې مرکزي الزام دا دی چې د کال ۲۰۱۶ په صدارتي انتخاب کې د برخه اخیستلو، او بالاخېر دا انتخاب د ګټلو نه وړاندې، ټرمپ د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډېنییلز ته ۱۳۰۰۰۰ ډالر ورکړې چې د هغه سره د کال ۲۰۰۶ د جنسي تعلق په اړه خاموشه پاتې شي

د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ خلاف د کال ۲۰۱۶ د صدارتي انتخاب نتیجه په غېر قانوني ډول د بدلولو په الزام د نیویارک د یو عدالت په مقدمه کې سرکاري او د ټرمپ وکیلانو دلایل سر ته رسوولي او د منصفانه ډله یا جیوري به د هغه په ضد په الزاماتو غور شروع کوي.

د نیویارک د سپریم کورټ جسټس هوان مرچېن د نهې، سه شنبې، په ماښام په اووه سړو او پینځو ښځو مشتمل جیوري یا د منصفانو ډلې ته وویل د جیوري د رهنمايي دپاره به ورته قانوني هدایات ولولي او بیا به منصفان کولی شي چې د تړل شوو دروازو په شا د مقدمې په فېصله غور شروع کړي.

د جیوري غړي د نیویارک اوسېدونکي دي او د ووټرانو د فهرست نه غوره کړی شوي دي. د جیوري غړو د تېرو پینځو هفتو راهسې د مقدمې د ۲۲ شاهدانو عدالتي بیانونه اورېدلي دي.

دا وړمبی ځل دی چې د امریکې یو پخواني صدر خلاف به مجرمانه الزاماتو مقدمه شروع شوې ده.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د ټرمپ خلاف د مقدمې فېصله اورولو دپاره به جیوري خپل کار د شورو، چهارشنبې، په ورځ شروع کوي.

د مقدمې سرکاري او د ټرمپ د دفاع وکیلانو د نهې، سه شنبې، په ورځ خپل دلایل مکمل کړل.

په مقدمه کې په ټرمپ د کاروبار د حساب کتاب په کتابونو کې دروغو وېلو ۳۴ الزامات لګول شوي دي او که جرم پې ثابتېږي نو تر څلورو کلونو پورې د قېد سزا ورته اورول کېدی شي.

د مقدمې مرکزي الزام دا دی چې د کال ۲۰۱۶ په صدارتي انتخاب کې د برخه اخیستلو، او بالاخېر دا انتخاب د ګټلو نه وړاندې، ټرمپ د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډېنییلز ته ۱۳۰۰۰۰ ډالر ورکړې چې د هغه سره د کال ۲۰۰۶ د جنسي تعلق په اړه خاموشه پاتې شي.

سرکاري وکیل جاشوا سټاین ګلاس د نهې، سه شنبې، په ورځ خپل دلایل د ختمولو په مهال په ټرمپ ووټرانو ته د دوکه ورکو الزام ولګولو او هغه قیصې یې پټې کړې چې په ممکنه توګه يې په صدارتي انتخاب کې د شرکت د خطر سره مخامخ کولی شو.

د ټرمپ د دفاع وکیلانو د ادریځ و چې د پخوانی صدر خلاف مرکزي عېني شاهد مایکل کوهن د اعتماد وړ نه دی. د ټرمپ وکیل ټاډ بلانچ کوهن تر ټولو لوی دروغجن وبللو. هغه د جیوري د غړو نه غوښتنه وکړه چې ټرمپ بري کړي.

د ای پي د رپورټ ترمخه، ټرمپ او د هغه زوی د شورو، چهارشنبې، په ورځ په عدالت کې موجود وو.
ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات مسترد کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG