لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جسټس فېصل عرب به د پرويز مشرف د غدارۍ مقدمه اوري


Yozhik, một con gấu Himalaya đực, ngồi làm mát bằng nước ở vườn thú Royev Ruchey ở ngoại ô thành phố Krasnoyarsk thuộc vùng Siberia của Nga.
Yozhik, một con gấu Himalaya đực, ngồi làm mát bằng nước ở vườn thú Royev Ruchey ở ngoại ô thành phố Krasnoyarsk thuộc vùng Siberia của Nga.
د پخواني پوځي صدر (ر) جنرال پرويز مشرف په ضد د غدارۍ د کېس چلوؤنکې ځانگړې محکمې يوه عبورې فيصله کې وئيلي چې د بنچ مشر جسټس فېصل عرب د مشرف د وکيلانو د رويې له کبله د کېس د اورېدنې څخه پاسېدلی ؤ ، او هغه د کېس نه جدا شوی نه دی .
له دې وړاندې چې د پرويز مشرف په ضد د غدارۍ د کېس اوريدنه نن د زيارت په ورځ ځانگړې محکمه کې روانه وه ، د پاکستان په ځايې ميډيا داسې راپورونه مخې ته راغلي وو ، چې د غدارۍ د کېس اورېدنې په مهال د درې کسيزه ججانو د بنچ مشر جسټس فېصل عرب د کېس اوريدنې نه د بيليدو اعلان وکړو ، او د عدالت نه لاړو .
ځاي مطبوعاتو د جسټس فېصل عرب لخوا داسې خبرونه هم وئيلي وو ، چې د مشرف وکيلان په عدالتي کارروايۍ اعتماد نه کوي ، او وايې چې عدالت په کېس کې تعصب يا طرفداري کوي . نو ځکه جسټس عرب ځان د کېس نه جدا کوي .
د پرويز مشرف يو وکيل احمد رضا قصوري وئيلي ؤ ، چې د جسټس فېصل عرب د کېس نه د بيليدو گام ته په کتو به نور ججان هم ځان د کېس نه جدا کړي . او بنچ به مات شي .
سرچينې وايې د ځانگړې محکمې لخوا په اورول شوې عبوري فيصله کې وئيل شوي چې دمشرف په اړه د عدالت هغه امر په خپل ځايې دی ، کوم کې چې محکمې د مشرف د نيولو ناقابل ضمانت ورانټ جاري کړی دی .
ياده دې وي ځانگړې محکمې له دې وړاندې د پرويز مشرف د نيولو لپاره ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړی دی ، او د مارچ په ۳۱م نېټه يې ورته عدالت ته د حاضريدو حکم کړی دی .
د پرويزمشرف وکيل انور منصور خان نن عدالت ته په هغې حکم خپل دلائل وړاندې کړل ، کوم کې چې عدالت د مشرف د نيولو ورانټ جاري کړی دی ، انور منصور ووئيل چې د عدالت د دغې حکم نه داسې څرگنديږي ، چې گنې مشرف په خوښه عدالت ته نه حاضريږي ، هغه ووئيل چې دا تاثر غلط دی ، او پخواني صدر ته په دې خبره اعتراض دی .
د پرويز مشرف وکيلانو وړاندې دا خبره کړې ده ، چې په کال 2007 م کې مشرف کوم گام پورته کړی ؤ ، په هغې کې ورسره نور سياسي او پوځي مشران هم شامل وو ، ولې يواځې د مشرف په ضد کارروايې کول د انصاف تقاضې نه پوره کوي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG