لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي اېس ايي په عدالتي فیصلو کې لاس وهنې کوي: جسټس شوکت عزیز صدیقي


د اسلام اباد اعلا عدالت یا هايي کورټ قاضي شوکت عزیز صدیقي د هیوا په امنیتي او استخباراتي ادارو سخت تورونه لګولي او دعوه یې کړې د استخباراتي ادارې ایي اېس ایي په شمول د دغه ادارو خلک په عدالتونو کې د سیاسي مقدمو فیصلو کې لاس وهنه کوي.

جسټس شوکت عزیز صدیقي د پنجاب پنډۍ ښار د وکیلانو د تنظیم غونډې (بار کونسل) ته د خالي یا شنبې په ورځ د وینا په وخت ویلي: ٫٫ د استخباراتي ادارو چارواکو د اسلام اباد هايي کورټ مشر قاضي ته ورغلي چې یقیني کړي پخوانی وزیراعظم نواز شریف د انتخاباتو لپاره د جیل د د دروازو شا ته وي.٬٬

جسټس شوکت عزیز صدیقي تور لګولی ایي اېس ایي په عدالتونو کې د هیواد مهمو سیاسي مقدمو فیصلو په خپله خوښه بدلولو کې په پوره توګه فعاله ده او زیاته کړې يې ده د استخباراتي ادارو چارواکي د سیاسي فیصلو لپاره په خپله خوښه عدالتي (ډلې) بنچونه جوړوي.

نوموړي ویلي د عدلیې نه ازادې اخستی شوې او د دې کنټرول د هغه خلکو په لاسونو کې دی د چا سره چې ټوپک دی. د نوموړي اشاره د پاکستان پوځ اړخ ته وه.

نوموړي په خپله وینا کې د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف پرضد د احتساب عدالت د قضیو په اړه ویلي ٫٫ ما ته معلومه ده چې د دغه قضيې د ورځې کاروايي چرته رسیږي، او د دې نه هم خبر یم چې ستر عدالت ته څوک د چا پیغام رسوي.٬٬

د خپلو خبرو په وخت جسټس صدیقي دا هم ویلي ٫٫ هغه د خپلې نوکرۍ پرواه نه کوي، ځکه ورته ویل شوي وو چې که زمونږ ٫٫ استخباراتي ادارو٬٬ په خوښه فیصلې کوې نو (زما) پرضد جوړې قضيې به ختمې کړی شي.٬٬

د اسلام اباد اعلا عدالت جسټس صدیقي د تیر څه وخت راهسې په عدالتي قضیو کې د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو باندې سختې نیوکې کوي او تیره اونۍ يې د یوې عدالتي قضیې په وخت د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته خواست کړی وو چې خپل خلک (پوځ) دې په نورو ادارو کې د لاس وهنې نه ودروي.

د نوموړي پرضد دا مهال په سپریم جوډیشل کونسل کې یوه مقدمه هم روانه ده او پرې تور دی چې د اسلام اباد د پرمختیا ادارې یا سي ډي ای په چارواکو يې د خپل سرکاري کور ښاېسته کولو لپاره فشار اچولی وو.

د اسلام اباد هايي کورټ جج دا خبرې پداسې حال کړي چې په پاکستان کې د وړاندې نه د بشري حقونو کمیشن اېچ ار سي پي هم د پاکستان په انتخاباتو باندې سختې فکرمندۍ څرګندې کړي او ویلي يې دي د جولايي په ۲۵مه نېټه کیدونکي انتخاباتو وړاندې د دغو نتیجو بدلولو کوششونه روان دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG