حقمل روان-
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له ډیوې سره په خبرو کې د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې وسله والو ترهګرو پردې هوټل برید کړی او سیمې ته دامنیتي ځواکونو ځانګړی ځواک رسیدلی او له ترهګرو سره یې جګړه پیل کړې ده.
دانش وویل چې تراوسه په دې هوټل د وسله والو برید کوونکو شمیر نه دی معلوم خو په وینا یې دپولیسوعملیات په هوټل کې روان دي.
په ورته وخت کې د پیښې عیني شاهدانو ویلي، وسله والو برید کوونکو په کانټینیټل هوټل کې یوشمیر کسانو یرغمل کړي دي او ګڼ شمیر نور کسان یې مړه او ټپیان کړي دي او د هوټل په یوه منزل کې اور هم لګېدلی.
د کورنیو چارو وزارت ویلي پېښه مرګ ژوبله لري خو د کره شمېر په اړه یې د معلوماتو ورکول له وخته مخکې وبلل.
انټرکانټينیټل هوټل چې د کابل ښار ختیځه څنډه کې د ګردنه بالا باغ سیمه کې پریوې هسکې تپې جوړ شوی د بهرنیو سیالانو ،میلمنو ،او کورنیو او بهرنیو کنفرانسونو د جوړیدو لپاره ترې هم ګټه اخیستل کیږي.
په ټولنیزو رسنیو هم د دغه برید په اړه د خلکو غبرګون راروان دی او په ټوېټر یو ځوان لطف الله نجف زاده لیکلي د دغه برید په مهال يې دوه چاودنې هم اوریدلي.
دا لومړی ځل نه دې چې دوسله والو لخوا پردې هوټل برید کیږي تردې وړاندې هم وسله والو په انټرکانټنینټل هوټل برید کړی وه چې هغه مهال په کې یوشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.