لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل پرلت کونکي: د پښتنو په اړه د نړۍ اونړیوالې ټولنې خاموشي نوره نشو


دکابل پرلت کوونکو د اتوار، یکشنبې، په ورځ تر خبري کنفرانس وړاندې داعتراض لګول شوې خیمه کې د زایدالدین غیبي جنازه وکړه چې تیرماښام په همدې کیږدۍ کې دبمي برید پرمهال ووژل شو
دکابل پرلت کوونکو د اتوار، یکشنبې، په ورځ تر خبري کنفرانس وړاندې داعتراض لګول شوې خیمه کې د زایدالدین غیبي جنازه وکړه چې تیرماښام په همدې کیږدۍ کې دبمي برید پرمهال ووژل شو

ددپروني برید په تړاو د کابل پرلت کوونکوپه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي ترهغې چې په کوزه پښتونخوا کې دپښتونو، هزاره و او قبایلو ته بشري حقونه او انصاف نه وي ورکړی شوي پرلت به یې په کابل کې جاري وي.

دکابل پرلت کوونکو د اتوار، یکشنبې، په ورځ تر خبري کنفرانس وړاندې داعتراض لګول شوې خیمه کې د زایدالدین غیبي جنازه وکړه چې تیرماښام په همدې کیږدۍ کې دبمي برید پرمهال ووژل شو.

تردې وروسته پرلت کوونکو خبری کنفرانس ورکړاو ویلي دي د ډیورند کرښې دواړوغاړومیشتو قبایلوپښتنو او د هزاره نسل وژنه دې پای ومومي.

هغوی دکابل پرلت په لګول شوې کیږدۍ بمي برید وغنده او له نړیوالې تولنې څخه یې غوښتنه وکړه چې د لراوبرپښتنودانساني حقونودغوښتنې لپاره له پیل شویومدني حرکتونوڅخه ملاتړوکړي ترڅو دکرښې دواړوغاړومیشتو ولسونو انساني اوبشري حقونه خوندي شي.

دکابل پرلت یوغړ احمدالله وزیري وویل، "که په لر کې وي او که برا مونږتاسوبه وژل کیږواو ورکیږوبه په دې خاطرچې مونږاوتاسودخپل حق غوښتنه کوواود دې موقع نه راکول کیږي چې دحق غوښتنه وکړو پرونۍ برید پرهغه چا وشو چې دحق لپاره یې مبازه کوله،زه په لراوبرپښتونوباندې غږ کوم چې راپورته شي په سوله ییزه توګه دخپل حق غوښتنه وکړی زمونږغږ هیڅوک نه شي خاموشولی."

همدارازدکابل پرلت یوبل تنظیمونکی ایمل څاروان وايي، د دیورنډ کرښې داړوغاړوته میشت دپښتون قوم پرضد سترناورین روان دی که یوموټي نه شي او دخپلو حقونو دغوښتنې لپاره مدني حرکت جاري ونه ساتل شي دپښتون قوم دوژنې اوهمدارازدټولو انساني حقونوڅخه دمحرمیدو لړی به یې دوام ولري.

نوموړي له ډيوې سره په خبرو کې وویل، "افغانستان دپاکستا ترمسقیم تجاوز لاندې دی پرډیورنډ کرښه دواړوغاړوته دافغانانو نسل وژنې ته دوام ورکوي په دې اړه دنړۍ اوملګروملتونو خاموشي نوردزغمولو وړنه ده اومونږباوریو چې دکابل پرلت په کیږدۍ برید دپاکستان استخباراتي ادارې کارپه کلکه غندو دا بریدونه مونږ له خپل هدف څخه نشي اړولی اودحق غوښتنې خوځښت ته به تراخیری سلګۍ دوام ورکو."

دپرلت ګډونوالوڅلورماده ییزپریکړه لیک هم له رسنیو سره شریک کړاو له نړیوالې تولنې څخه وغوښتنه وکړه چې دپاکستان دې دترهګرودملاتړ کوونکي هیواد په توګه په تورلیست کې شامل کړي ،دکابل پرلت به دولسونو په ملاتړولایتونوتونه غځوي.

دوی له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دپرونی پیښه دې جدي وڅیړي اودکابل پرلت دامنیت دخودیتوب لپاره دې ګړندي ګامونه واخلي.

دکابل پرلت په کیږدۍ شوي برید کې تیرماښام یوتن په داسې حال کې ووژل شو او ۱۴ نور ټپیان شول چې په پاکستان کې دانساني حقونو دغوښتنې لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ دمدني فعالانومبارزه دوام لري اواعتراض کوونکو ویلي تردې دمه یې د شویو غوښتونو دعملي کیدولپاره دپاکستان حکومت عملي اقدام نه دی پورته کړی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG