د افغانستان پلازمينه کابل کې د پوليس په مرکز ځانمرگي بريد کې يو پوليس افسر وژل شوی ، او د شپږو پوليسو په گډون نور اووه کسان ژوبل شوي دي .
د چارواکو په وينا نن د اتوار په ورځ کابل کې د پوليس لخوا په پورته کړی شوؤ کلکو امنيتي گامونو کې ځانمرگید پوليس مرکز ته رسېدلی ، او ځان يي الوزولی دی .
د کابل د پوليس مشر جنرل محمد ظاهر ظاهر خبري ادارې ای پي ته وئيلي ، چې حمله کوؤنکي د هغه د دفتر نه په څو ميټره فاصله باندي خپل وجود پورې تړلي بارودي مواد الوزولي دي .
د هغه په وينا ځانمرگي د پوځ ودري اغوستې او د وداني په درېمه منزل چرته چې زما دفتر دی ، ځان الوزولی د ی . هغه وئيلي د بده مرغه د چاؤدنې په نتيجه کې يو پوليس افسر وژل شوی ، او شپږ نور ژوبل شوي دي .
د جنرل ظاهر په وينا وژل شوی پوليس افسر هغه سره په دفتر کې د ډائريکټر په عهده باندې ؤ .
د صحت د محکمې چارواکو وئيلي ، ژوبلو کې اووه کسانو کې يو ماشوم هم شامل دی . د راپورونو ترمخه د چاؤدنې په مهال د دفتر په وداني کې گڼ شمېر کسان موجود وو ، ځکه چې په دغه وخت باندې ډېر کسان دفترونو ته کار له راځي .
د دفاع د وزارت وياند جنرل ظاهر عظيمې وئيلي ، د دغې ځانمرگي بريد نه دوه ساعته وړاندې کابل کې د افغان ځواکونو د يو گاډي سره نزدې بمي چاؤدنه شوې وه ، خو بمي چاؤدنې کومه مرگ ژوبله نه ده اړولې .
طالبانو د دواړو چاؤدنو زمه واري قبوله کړې ده .
په ورستيو کې د طالبانو لخوا په وژونکو حملو کې په داسې حال کې سېوا والی مخې ته راغلی ، چې د راتلونکې مياشت په اخره کې د بهرنو اتحادي ځواکونو د هيواد نه د وتلو په تناظرکې مخ په زياتېدونکو تشدد په پېښو باندې اندېښنې هم څرگندولی شي .