لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قمرزمان کائره : د ترهگرۍ پر ضد جگړه به دوامداره وي


قمرزمان کائره : د ترهگرۍ پر ضد جگړه به دوامداره وي

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزير قمرزمان کائره وئيلي دي دترهگرۍ په ضد جگړه به روانه وي او قام د دغه جگړې ختميدو لپاره پخه اراده کړې ده.
په اسلام اباد کې دکابينې د غونډې نه وروسته ميډيا سره دخبرو په مهال د ترهگرۍ په ضد دجگړې په حقله ديوې پوښتنې په ځواب کې وفاقي وزير وويل وفاقي حکومت، صوبې، وسله وال پوځونه، پوليس او رينجرز ځواکونه په شريکه دترهگرۍ په ضد جگړه کې بوخت دي.
هغه وويل دغه جگړه يواځې په څو ورځو کې نۀ شي گټل کيدلى.
. وفاقي وزير وويل دوي دترهگرو ډلو ستر نيټ ورک مات کړى خو ځينې ډلې اوس هم فعاله دي.
هغه وويل کابينې خپله دا ژمنه تکراره کړه چې دترهگرۍ په ضد جگړه به دترهگرۍ دلعنت تر ختميدو پورې روانه وي.
نوموړي وويل دترهه گرۍ په ضد جگړه نۀ يواځې دحکومت بلکې دهر يو پاکستاني جگړه ده.
دهغه وينا وه په راتلونکو څو ورځو کې به دخزانې وزير حفيظ اى شيخ قام ته دحقيقي اقتصادي وضعيت په حقله حال احوال تير کړي.
هغه وويل دا يو حقيقت دى چې مونږ دگڼو اقتصادي چيلنجونو سره مخ يو خو حالت دومره هم نۀ دى خراب څومره چې يې ځينې خلک بيانوي. هغه وويل کابينې دپنځوؤ کالو زړو گاډو ددرامد کولو منظوري ورکړې ده.
کائره وويل کابينې تيره ورځ په کراچۍ او لاهور کې دترسره شوؤ ترهه گريزو بريدونه غندنه وکړه او ددې ارادې څرگندونه يې کړې ده چې حکومت به دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد تر هغې جگړه دوامداره ساتي ترڅو چې دغه لعنت له مينځه وړل شوى نۀ وي.
هغه وويل کابينې دهاغو باتورو پوليس عسکرو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې چې دنورو دژوند دحفاظت لپاره يې دخپل ژوند قرباني ورکړه.
هغه زياته کړه کابينې دا پريکړه هم کړې ده چې په پنځمه فرورۍ به دکشمير ديو والي ورځ په درناوي سره نمانځلى شي او په ټولو صوبائي حکومتونو، بشري تنظيمونو او ميډيا دجمو او کشمير دمعاملې دروښانه کولو غږ شوى دى.
دکابينې دکمولو په حقله ديوې پوښتنې په ځواب کې کائره وويل وزيراعظم دوړاندې څخه اعلان کړى دى چې ډير زر به کابينه بيا منظمولى شي.
هغه وويل دخزانې وزير کابينې ته دسياسي گوندونو سره داقتصادي چارو په حقله دروانې صلاح مشورې په حقله حال احوال تير کړى دى.

XS
SM
MD
LG