لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قندهار: بمي چاؤدنه کې ۱۰ کسان ژوبل شوي


سپين بولدک د گڼې گوڼې په علاقه او تجارتي مرکز ويش منډۍ سيمه کې د سړک دپاسه رامنځته شوې ده
سپين بولدک د گڼې گوڼې په علاقه او تجارتي مرکز ويش منډۍ سيمه کې د سړک دپاسه رامنځته شوې ده
د پاکستان د پولې ترڅنگ د افغانستان قندهار صوبې په سپين بولدک ضلع کې يوه بمي چاؤدنه کې لږ تر لږه لس کسان ژوبل شوي دي ، چارواکي وايې دغه چاؤدنه د سپين بولدک په يو تجارتي مرکز ويش منډۍ سيمه کې رامنځته شوې ده .
چارواکي وايې پېښه نن د شوور په ورځ د سپين بولدک د گڼې گوڼې په علاقه او تجارتي مرکز ويش منډۍ سيمه کې د سړک دپاسه رامنځته شوې ده .
افغان چارواکو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته د پېښې په اړه وئيلي چې چاؤدېدونکي مواد په سائيکل کې ځايې په ځايې شوي او په ريموټ ډزول شوي دي .

چارواکو پېښه کې د لس ملکي وگړو د ژوبلېدو پخلی کړی دی ، د سرچينو ترمخه په ژوبلو کې دوه پاکستاني وگړي هم شامل دي او هغوي د کوئټي روغتون ته راوړل شوي دي .
د چارواکو په وينا سائيکل کې شوې بمې چاؤدنه کې د پوليس د يوگاډي په نخښه کولو هڅه شوې ده ، ولي پېښه کې امنيتي سرتيرې روغ پاتې شوي دي .
د راپورونو ترمخه ويش منډۍ سيمه د پاکستان پولې ته نزدې په يو کلوميټرفاصله د افغانستان سپين بولدک ضلعې تجارتي مرکز دی . او د پېښې وروستو په پوله سخت امنيتي گامون پورته کړی شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG