لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د بې درکه بلوڅ خبريال مړى موندل شوى


دخبريالانو د تحفظ نړيوالې کميټې پاکستان د ټولې دنيا په کچ دخبريالانو دپاره په دريم نمبر خطرناک هيواد گرځولى
دخبريالانو د تحفظ نړيوالې کميټې پاکستان د ټولې دنيا په کچ دخبريالانو دپاره په دريم نمبر خطرناک هيواد گرځولى
راپورونه وائي دپاکستان اقتصادي مرکزکراچۍ کې د زيارت په ورځ ديو بلوڅ خبريال عبدالرازق مړى ديو بل ورک شوي تن دمړي سره موندل شوى دى.
دعبدالرازق مړى دکراچۍ دمنګو پير سيمې څخه ترلاسه شوى دى اؤ هغه سږکال دمارچ د ٢٤نيټې څخه ورک ؤ.
صحافتي تنظيمونو له دې وړاندې دهغه دراپيدا کولو غوښتنې کولې اؤ دهغه دکورنۍ غړي په دغه لړ کې عدالت ته هم مراجعه کړې وه ، خو چارواکو دهغه په حقله لا علمي څرګنده کړې وه.
دسرچينو په وينا بلوڅ خبريال عبدالرازق دبلوچۍ ژبې په يوه مقامي ورځپاڼه کې کار کولو.
سرچينې زياتوي ددغه خبريال په مړي دومره تشدد شوى چې دهغه رشته دارانو ته ددغه خبريال په مړي پيژندلو کې مشکلات راولاړ شوي اؤ پوليس وائي چې دعبدالرازق بلوڅ دمړي سره يو ليک هم ترلاسه شوى چې پکې دهغه نوم اؤ اته پته درج دي.
بلوچستان کې تر دې مهاله ګڼ شمير خبريالان وژل شوي اؤ يو شمير نور دګواښونو سره مخ دي.
دتيرې څه مودې راهسې کراچۍ کې دورکو شوؤ کسانو دمړو موندل کيدو کې اضافه راغلې ده.
دکراچۍ دپريس کلب جنرل سيکټري عامر لطيف دغه يوه دردناکه پيښه ګرځولې اؤ وئيلي يې دي چې ټول هيواد اؤ په ځانګړې توګه بلوچستان کې خبريالان په نخښه کولى شي.
دعبدالرازق خور سعيده سربازي يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي سږکال دمارچ په ٢٤مه نيټه دهغې ورور چاکيواړه نومې سيمې ته روان وؤ چې په سپين موټر کې ناستو کسانو وتښتولو.
دهغې وينا ده په ورور يې دومره تشدد شوى ؤ چې په پيژندګلو کې يې يوه ورځ وخت ولګيدو اؤ هغوي دخپل ورور پيژندګلو دلاسونو اؤ پښو څخه کړې ، ځکه چې مخ اؤ بدن يې مسخ شوى.
دخبريالانو د تحفظ يوې نړيوالې کميټې روانه اوونۍ کې پاکستان د ټولې دنيا په کچ دخبريالانو دپاره په دريم نمبر خطرناک هيواد گرځولى چرته چې د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې پينځۀ صحافيان وژل شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG