لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : چاؤدنه کې پينځه کسان وژل شوي،40 ژوبل


دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې دخالي په ماسپښين ترسره شوې يوه چاؤدنه کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي او خواؤشا 40 نور ژوبل شوي دي.
دپوليسو ترمخه دکينټ اسټيشن په سيمه کې دکراچۍ څخه سرگودهې ته تلونکي بس کې مسافر سوريدل چې په دغه مهال يوه زورداره چاؤدنه وشوه.
ددغه چاؤدنې له امله پينځه کسان وژل شوي او دښځو او ماشومانو پشمول د40ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي هم دي.
دچاؤدنې له امله دنزدې ودانو او دوکانونو ته هم سخت زيان رسيدلى او دکورونو شيشې ماتې شوي دي.
دچاؤدنې له امله په بس کې اور ولگيدو او گاډى په مکمله توگه تباه شو.
پوليس وائي چې امدادي کارکوونکو په اور قابو موندلې ده او ژوبل کسان دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
دچاؤدنې نوعيت تر دې مهاله نۀ دى معلوم شوى.
پوليس وائي چې په دې اړه پلټنې روانې دي چې ايا دغه چاؤدنه دبم نتيجه وه که نه په بس کې دنصب سي اين جي سلينډر دچاؤيدو له امله چاؤدنه شوې ده.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG