لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي


پوليس چارواکي وايې ، سبزۍ منډۍ کې اېس اېچ او شفيق تنولي په دغه بريد کې په نخښه شوی دی
پوليس چارواکي وايې ، سبزۍ منډۍ کې اېس اېچ او شفيق تنولي په دغه بريد کې په نخښه شوی دی

د کراچۍ د پوليس مشر اډيشنل ائې جي شاهد حيات د چاؤدنې په اړه وويل ، سبزۍ منډۍ کې اېس اېچ او شفيق تنولي باندې دغه بريد شوی دی . نوموړي پېښه کې د دوه کسانو د وژنې او ۲۵ نورو ژوبلېدو پخلی کړی دی .


د کراچۍ په پخوانۍ سبزۍ منډۍ سيمه کې بمي چاؤدنه شوې ، چې په نتيجه کې يې دوه کسان مړه شوي ، او د ماڼي پور تاڼې د اېس اېچ او شفيق تنولي سره څلور پوليس او ۲۵ نور کسان ژوبل شوي دي .
د کراچۍ د پوليس مشر اډيشنل ائې جي شاهد حيات د چاؤدنې په اړه وويل ، سبزۍ منډۍ کې اېس اېچ او شفيق تنولي باندې دغه بريد شوی دی . نوموړي پېښه کې د دوه کسانو د وژنې او ۲۵ نورو ژوبلېدو پخلی کړی دی .
شاهد حيات وئيلي شفيق تنولي ژوبل شوی خو بچ دی ، او هغه شخصي روغتون اغاخان ته رسول شوی دی .
پېښه کې نور ژوبل کسان جناح روغتون ته رسول شوي دي ، او د جناح روغتون د چارواکو په وينا ژوبلوکې د پنځوؤ پورې په مرگوني حالت کې دي .
د چاؤدنې په نتيجه کې د اېس اېچ شفيق تنولي گاډې په مکمله توگه تباه شوی ، او نزدې دوکانونو او ودانو ته هم زيان اوختی دی .
اډيشنل ائې جي شاهد حيات وئيلي ، سبزۍ منډۍ کې د شوې چاؤدنې په لمړي تحقيقاتي رپورټ کې معلومه شوې ، چې چاؤدېدونکي بارودي مواد په موټر سائيکل کې ځائې په ځائې شوي وو . او په ريموټ کنټرول ډزول شوي دي .
شاهد حيات زياته کړې ، پوليس باندې بريدونه د دوي حوصلي نه شي ماتولی . پوليس هر قيسمه حالاتو ته تيار دي ، او خپله ډيوټي په نره ترسره کوي .
د بم ډسپوزل سکواډ چارواکو وئيلي دي . چاؤدنه کې د پنځه کلو پورې بارودي مواد او چرې کارول شوي دي .
پخوانۍ سبزۍ منډۍ کې په هدف شوی د ماڼي پور تاڼې اېس اېچ او شفيق تنولي د خبريال ولي خان بابر په وژنه کې تفتيشي افسرپاتې شوی دی ، او د دغه کېس په مهال د هغه ورور هم نامعلومه وسله والو په هدف کړی ؤ .
د پوليس چارواکو په وينا شفيق تنولي په دې ورستيو کې د ماڼي پور په سيمه کې د يو شمېر لاقانونه گرځول شوؤ ډلو د غړو سره مقابلې کړي دي . او په دغو مقابلو کې يې د لاقانونه ډلو يو شمېرغړي هم نيولي دي . او هغه ته د مختلفو ډلو لخوا دهړکې ورکړل شوې وې .
شفيق تنولي باندې د تازه بريد نه وړاندې هم حملې شوي دي .
په کراچۍ ښار کې د تېرو درې نيمو مياشتو راسې د پوليس او رېنجرو لخوا د وران کارو په ضد عمليات دوام لري . د راپورونو ترمخه کراچۍ ښار کې په روان کال کې د ۱۵۰ نه زيات پوليس په هدفي وژنو کې وژل شوي دي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG