لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:د کاربنديز په مهال ښار تړلی پروت دی


د سني علما اېکشن کميټۍ او شيعه ډلې مجلس وحدت المسلمين لخوا د دغه کاربنديز اعلان شوی دی
د سني علما اېکشن کميټۍ او شيعه ډلې مجلس وحدت المسلمين لخوا د دغه کاربنديز اعلان شوی دی

د ملک تر ټولو ستر اقتصادي ښارکراچۍ کې د سياسي مذهبي ډلو د کاربنديز په اعلان کاروباري مرکزونه او تعليمي ادارې تړلې پرتې دي ، په سړکونو د گاډو چلن د نشت برابر دی اوعادي ژوند په ټپه ودرېدلی دی . د سني علما اېکشن کميټۍ او شيعه ډلې مجلس وحدت المسلمين لخوا د دغه کاربنديز اعلان شوی دی .

د ملک تر ټولو ستر اقتصادي ښارکراچۍ کې د سياسي مذهبي ډلو د کاربنديز په اعلان کاروباري مرکزونه او تعليمي ادارې تړلې پرتې دي ، په سړکونو د گاډو چلن د نشت برابر دی اوعادي ژوند په ټپه ودرېدلی دی . د سني علما اېکشن کميټۍ او شيعه ډلې مجلس وحدت المسلمين لخوا د دغه کاربنديز اعلان شوی دی.

د سني علما اېکشن کميټۍ اوشيعه ډلې د مجلس وحدت المسلمين لخوا د کاربنديز په اعلان نن د جمعې په ورځ کراچۍ ښار تړلی پروت دی . د ښار لويې واړه کاروباري مرکزونه او تعليمې ادارې بندې دي ، او په سړکونو چليدونکي گاډي ډېر کم ترسترگو کيږي.

د علما اېکشن کميټۍ له خوا د کاربنديزاعلان ورستو له هغې شوی ؤ ، چې د تېرې جمعې په شپه د مذهبي سياسي ډلې جمعيت علما اسلام (سميع الحق) يوځائي مشر مفتي عثمان يارخان سره د درې ملگرو د ښار په شاهراه فيصل روډ باندې د نامالومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی ؤ.

په دغه کاربنديز کوؤنکو ډلو کې جمعيت علما اسلام (س) او (ف)، اهل سنت والجماعت او نور تنظيمونه هم شامل دي.د علما اېکشن کميټۍ مشرانو ښار کې د کاربنديز په مهال په سوداگرو او ټرانسپورټرانو غږ کړی ؤ ، چې دوي سره دې په کاربنديز کې مرسته وکړي او کاروبارونه دي وتړي.

د شخصي تعليمې ادارو د اتحاديي لخوا تېره شپه اعلان شوی ؤ ، چې د کاربنديز په مهال به د جمعې په ورځ ټول ښار کې شخصي سکولونه بند وي . او په يونيورسټو کې د کېدونکو امتحاني پرچو ځنډولو اعلان هم شوی ؤ .

ښار کې د سورلو دپاره د چلېدونکو گاډو د اتحاديې مشر ارشاد بخاري هم نن گاډي سړکونو ته د نه روايستلو وئيلي ؤ. ياده دې وي ، تېر دوه ورځې د ښار په ملير ، شاهرافيصل ، انچولي ، ايم ای جناح روډ او نورو علاقو کې د شيعه ډلې لخوا د مستونگ د پېښې په ضد احتجاجي ناستې او مظاهرې روانې وې ، او په دغو علاقو کې دوه ورځې کاروبارونه تړلي پراته وو.

کراچۍ ښارچې د ملک د اقتصاد مرکز دی ، او د تېرې يوې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ ښکار دی او وخت په وخت د سياسي او مذهبي ډلو لخوا دلته هړتالونه کيږي ، د ښار سوداگر وايې چې په کراچۍ کې يوه ورځ کاروبار ودريږي ، نو د ملک معيشيت ته ترې په اربونو روپۍ زيان اوړي ، او د لاکهونو په شمېره کې خواري کښو ته مزدوري مېلاؤ نه شي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG