د ملک اقتصادي مرکز کراچۍ ښار د اېم کيواېم ډلې د سوگ په اعلان تړلی پروت دی ، د جمعې په ورځ د اېم کيواېم لخوا نن د خالي په ورځ د خپلې پارټۍ د غړو د ماورائې عدالت وژنو په ضد د سوگ يا وير نمانځلو اعلان شوی ؤ .
نن د ښار کاروباري مرکزونه او زياتره پټرول پمپونه بند دي ، د شخصي تعليمې ادارو لخوا د سکولونو د بنديز سره کراچۍ پوهنتون کې د کېدونکو امتحانونو ځنډېدو اعلان شوی او د ټرانسپورټ اتحاديي مشر ارشاد بخاري وئيلي نن گاډي په سړکونو نه راوباسي .
د اېم کيو اېم مشر غړي حېدرعباس رضوي خبري تېره ورځ کانفرنس ته په وينا کې وئيلي ؤ ، چې د روانې مياشتې په درېمه نېټه د کورنگۍ سيمې نه پوليسو د پارټۍ سلمان نومې غړې وچت کړی ؤ ، او په دوهمه ورځ د هغه مړی په لانډهي کې مېلاؤ شو .
حېدرعباس رضوي دغه تور هم پورې کړو چې په ښار کې روانو هدفي عملياتو کې پوليس او نورې سرکاري ادارې د دوي د ډلې غړي پورته کوي ، او وژني يې .
هغه وويل تېرکال د اېم کيواېم 45 غړي پورته کړی شوي او بې درکه دي . په دغو کسانو کې پينځه د عملياتونه وړاندې او 40 د عملياتو په مهال ورک کړی شوي دي ، او د هغه په وينا 10 کسان ماورائې عدالت وژل شوي دي .
حېدرعباس رضوي د وير د ورځې د اعلان سره سم د ښار په سوداگرو او ټرانسپورټرانو غږ وکړو ، چې کاروبارونه وتړي او گاډي سړکونو ته نه راوباسي .
د راپورونو ترمخه د اېم کيواېم د تور وروستو د کراچۍ د پوليس مشر اډيشنل ائي جي شاهد حيات د کميټۍ جوړولو وئيلي ، چې دغه کميټۍ به د ماورائې عدالت وژنو په اړه پلټنې کوي .
ياده دې وي د تېرگل په ورځ د عوامي نيشنل گوند د ترجمان لخوا په جاري شوي يو بيان کې هم وئيل شوي ؤ ، چې پوليس د د سهراب گوټ سيمې نه د پښتون اسټوډنټ فېډرېشن يو ځايې مشر شاه کلام محسود وچت کړی او بيا يې ماورائې عدالت وژلی ؤ .
د عوامي نيشنل گوند مشر شاهي سيد د دغې وژنې غندنه کړې او د صوباي حکومت نه يې د پېښې د پلټنې غوښتنه کړې وه .
کراچۍ ښار کې د تېر کال ستمبر د مياشتې راهسې پوليس او رېنجر د وران کارو په ضد هدفي عمليات کوي ، او چارواکي دعوه کوي چې د عملياتو له کبله ښار کې د وژنو په پېښو کې 40فېصده کمی راغلی دی .
د اېم کيو اېم ډلې لخوا وړاندې هم ښار کې په روانو عملياتو نيوکې شوي ، ولې د صوبې وزير اعلي قائم علي شاه وايې دغو عملياتو ته به دوام ورکوي ، او که چاته په عملياتو اعتراض وي نو هغه دې عدالت ته لاړ شي .