په کراچۍ کې د یوې مور اؤ د هغې د دوؤ وړو ماشومانو له مړو موندل کېدو وروسته د هغوي له پوسټ مارټم معلومه شوې ده چې په وژل شوؤ کم عمره ماشومانو له وژل کېدو وړاندې جنسي تیری هم شوی دی.
په ۲۹م جون ماښام د کراچۍ کې د یوې ۲۵ کلنۍ ښځې اؤ د هغه د شپږ کلنې لور اؤ دوه کلن زوي مړي د یوې سخا نالې څخه موندل شوي وؤ.
ډان ورځپاڼې د پولیس سرجنې سمیه سید له خولې پخپل رپورټ کې ویلي، په پوسټ مارټم کې پخلی شوی دی چې په وژل شوې نابالغه ماشومه اؤ د هغې په دوه کلن ورور جنسي تیری شوی دی اؤ په شپږ کلنه ماشومه ډیر په وحشیانه انداز کې دا جنسي تیری شوی دی.
د سیند صوبې د طبي قانوني څانګې مشرې ویلي د ماشومانو په مور هم د جنسي تیري امکان در کیدای نه شي خو هغې ویلي چې في الحال په دغه اړه څه نه شي ویلي.
ډاکټرې سمیه سید ویلي ددې دریواړو مړینه قدرتي نه وه اؤ داسې بریښي چې په مرۍ یې زور کړل شوی خو له رپورټ راتلو وروسته به په دې اړوند په غوڅه توګه څه وویلی شي.
د کراچۍ د جنوبي برخې د پولیسو مشر یا ډي آي جي سید اسد رضا چې له وژنې وړاندې په دغه مور اؤ د هغې په دوؤ بچو جنسي تیری شوی ، بیا وژل شوي اؤ مړي یې سخا نالې ته غورځول شوي.
هغه ویلي په کومه ناله کې چې دا دریواړه مړي موندل شوي هغه دومره ژوره نه وه ځکه نو دغه مړي پکې نه ډوبېدل اؤ له لیدل کېدو وروسته راویستل شوي دي.
د پولیسو مشر ویلي د وژل شوي ښځې په سر د ګزارونو نښې هم وي اؤ داسې ښکاریده چې هغه په څه تیره شیز په سر وهل شوې ده.
خو وایي مور اؤ بچي په مرۍ د زور کېدو له امله وژل شوي اؤ له وژل کیدو وړاندې پرې جنسي تیری هم شوی دی.
هغه ویلي د ابتدایي رپورټونو نه معلومه شوې ده چې په ماشوم تر دې وړاندې تیر وخت کې هم جنسي تیری شوی اؤ تفتیش کوونکو د پلټنو لپاره ددغه نالې اوبه هم اوچې کړې دي.
د پولیسو د مشر په وینا د وژل شوې ښځې واده اوو کاله وړاندې شوی ؤ خو داسې ښکاري چې د هغې خاوند د خپلې ښځې اؤ بچو په وژنه اؤ د ملزمانو په نیونه کې خوښي نه لري اؤ هغه له څه خبر هم دی خو له پولیسو یې پټوي.
د پولیسو وینا ده چې د اصل وژونکو معلومولو لپاره د وژل شوې ښځې د خاوند اؤ د هغې له نورو خپلوانو پوښتنې کوي خو وایي په رسمي توګه یې لا په دې تور څوک نه دي نیولي.
پاکستان کې د ماشومانو لپاره د کارکوونکې غیر دولتي ادارې ساحل د رپورټ تر مخه په پاکستان کې هره ورځ 11 ماشومان د جنسي زور زیاتي ښکار کیږي.
په رپورټ کې ویل شوي، په 2023 م کال کې په ټول هیواد کې په ماشومانو د تشدد 4213 پېښې رپورټ شوې چې پکې 2021 ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي وو.
د "کروول نمبرز" یا ظالمانه شمېرې، په عنوان د ساحل خپور شوي رپوټ کې ویل شوي، پاکستان کې په مجموعې توګه رپورټ شوو په ماشومانو د تشدد 4213 پیښو کې2251 نجونې او 1962 هلکان وو.
د رپورټ له مخې په دغو پیښو کې د شپږو څخه تر پنځلسو کلو پورې د عمر ماشومان د جنسي تیریو زیات ښکار شوي وو
Forum