لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذهني ناروغه تن ته د پاکستان سپریم کورټ سزا ناسمه ده؟


د ذهنی یا اعصابي امراضو ماهر ډاکټر افتخارحسین ډیوه ریډیو ته په یوه ځانګړی مرکه کې د سپریم کورټ دغه فیصله غلطه بللی او زیاتوي عدالت له په داسې معاملو کې د ذهني ناروغانو کونسل سره رابطه کول پکار وي.

د پاکستان ستر عدالت یا سپریم کورټ یو ذهني ناروغه ۵۰ کلن تن امداد علي ته د مرګ سزه پرځاې ساتلې. امداد علي د سکټزوفرینیا ناروغه دی. دغه نفسیاتي ناروغۍ کې اخته تن وېرېږي او په یو حال د ډیر ساعت لپاره پې خبره پاتې وي. سپریم کورټ ویلي چې سکټزوفرینیا ذهني ناروغي نه ده.

د ذهنی یا اعصابي امراضو ماهر ډاکټر افتخارحسین ډیوه ریډیو ته په یوه ځانګړی مرکه کې د سپریم کورټ دغه فیصله غلطه بللی او زیاتوي عدالت له په داسې معاملو کې د ذهني ناروغانو کونسل سره رابطه کول پکار وي.

د ډاکټرافتخار حسین په وینا په پاکستان کې اکثره د ذهني ناروغانو لخوا داسې قسمه کارونه اوشي او بیا سزا وار هم شي. خو د دغه کسانو ذهني حالت ډیر خراب وي او دوي په ځان نه پوهیږي.

۵۰ کلن امداد علي په کال ۲۰۰۱ م کې یو مذهبي مشر وژلی وو. او دهغه وکیلان دریځ لري د هغه ذهني حالت سم نه دی. د کټزوفرینیا ناروغۍ اخته تن، علاج او د سپریم کورټ فیصلې په اړه د ډاکټر افتخار حسین سرع تفصیلي مرکه تاسو په لاندیني لنک اوریدی شۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:14 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG