لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې د سي ټي ډي پوليسو يو افسر په وسله وال بريد کې وژل شوی


File Photo
File Photo

د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د سي ټي ډي پوليسو يو افسر (ډي اېس پي) علي رضا د نامعلومو وسله والو په بريد کې وژل شوی دی، په ډزو کې د نزدې ودانۍ يو ساتونکی هم لګېدلی، او د ژوبلېدو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د کراچۍ پوليسو ويلي، د سي ټي ډي پوليس افسر باندې نامعلومه وسله والو تېره ماسخوتن ناوخته د ښار په کريم اباد علاقه کې ډزې کړي دي. د پېښې زمه واري تراوسه پورې چا نه ده منلې.

د سي ټي ډي يو چارواکي راجه عمر خطاب ويلي، علي رضا به کريم اباد ته دوستانو سره ليدو کتو له تلو، او چې څنګه د بلټ پروف ګاډي نه کوز شوی په موټر سواره دوه کسان راغلي، په هغه یې ډزې کړي او تښتېدلي دي.
د پوليسو په وينا، پوليس افسر عباسي شهيد روغتون ته وړل شوی خو ساه یې ورکړې وه.

پوليس چارواکو ويلي، علي رضا په سينه، مرۍ او سر ويشتل شوی دی.

راجه عمر خطاب ويلي، ډي اېس پي علي رضا د لاقانونه ګرځول شوو ډلو لکه تحريک طالبان پاکستان او فرقه ييزه ډلو پرضد په پراخه کچه کار کړی دی.

هغه زياته کړې، علي رضا د سي ټي ډي د وژل شوي پخواني افسر چودري اسلم نزدې ملګری پاتې شوی دی.
چودري اسلم د کال 2014م د جنورۍ په میاشت کې په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی او تحریک طالبان یې زمه واري منلې وه.

د سيند صوبې وزیراعلا مراد علي شاه د علي رضا په وژنه افسوس څرګند کړی او پوليسو ته یې د پېښې د پلټنو او رپورټ وړاندې کولو ويلي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG