د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کې د شوکمارانو په لاس د عامو وګړو د وژنو لړۍ ورځ تر بلې غځیږي اؤ مخې ته راغلې شمیرې ښیي چې په تېرو پینځوو میاشتو کې په دغه ښار کې 71 کسان شوکمارانو وژلي دي.
د پاکستان "آج" ټيلي ویژن پخپل یو رپورټ کې ویلي چې د روان کال په وړومبیو پینځوؤ میاشتو کې په کراچۍ کې د وژنو،شوکو،ډاکو،تښتونو اؤ قلنګ اخستنې نزدې 33 زره پېښې رامنځته شوې دي.
د کراچۍ د میلر ضلعې د پولیسو مشر یا ایس ایس پي کاشف عباسي هم منلې چې ښار کې د جرمونو کچه لوړه شوې خو هغه وایي پولیس په دې جرمونو قابو موندلو ته بډې را وهلي اؤ که ولس ورسره مرسته وکړي نو د جرمونو مخه به ونیول شي.
رپورټ کې ویل شوي چې په کراچۍ کې په پینځوؤ میاشتو کې په هدفي بریدونو،شخصي دښمنو، نښتو اؤ د ناموس په نوم وژنو کې تر 180ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ د شوکې په پېښو کې شوکمارانو هم 71 کسان وژلي دي.
د رپورټ جزیات ښیي چې په جنورۍ کې 12 ،فرورۍ کې 20، مارچ کې 17، اپریل کې 19 ،او مئ کې 2 کسان د شوکمارانو په لاس وژل شوي.
رپورټ کې د سي پي ایل سي له قوله ویل شوي چې په کراچۍ کې په یاده موده کې 8500 زیات موبایلونه له خلکو تروړل شوي اؤ ددې تر څنګ 19500 موټر سایکلې هم غلو له خلکو پټې کړې دي .
د رپورټ له مخې 3900 له خلکو د وسلې په زور اخستل شوي اؤ تر 698 زیات ګاډي بیا ددغه ستر اقتصادي ښار نه ورک شوي اؤ 110 ګاډي د وسلې په زور تښتول شوي.
رپورټ ښیي چې په دغه ښار کې 575 د پولیسو مقابلې شوي چې پکې 79 شوکماران اؤ نور په سنګینو جرمونو کې ککړ ملزمان وژل شوي اؤ 600 نه زیات په ژوبل حالت کې نیول شوي دي.
د کراچۍ د ملیر ښار ایس ایس پي کاشف عباسي تېره ورځ د یوې پرانستې کچرۍ په مهال منلې ده چې په دغه ستر اقتصادي ښار کې د جرمونو کچه په بره تللې ده خو هغه ویلي چې پولیس په جرمونو د قابو موندلو لپاره شپه اؤ ورځ هڅې کوي اؤ ژمنه یې ده چې د ښار امن تباه کوونکي اؤ د خلکو د سر و مال سره لوبې کوونکي به د قانون منګولو ته راکش کوي.
هغه ویلي چې که ولس د پولیس تر شا ودریږي نو بیا دا ښار له جرمونو پاکیدای اؤ د خلکو سر ومال پکې خوندي کیدای شي.
Forum