لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ ښار کې هدفي وژنې بيا چټک شوي


کراچۍ ښار کې د تېرکال د ستمبر د مياشتې راهسې د وران کارو په ضد د پوليس او رينجرو هدفي عمليات دوام لري
کراچۍ ښار کې د تېرکال د ستمبر د مياشتې راهسې د وران کارو په ضد د پوليس او رينجرو هدفي عمليات دوام لري
د ملک تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د تشدد پېښې بيا سيوا شوي دي ، او د هدفې وژنو په تازه پېښه کې نامالومه موټر سائيکل سورو وسله والو يو وکيل په هدف کړی دی . د شورو په ورځ هم ښار کې په بيلابيلو پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي وو.
د پوليس چارواکو په وينا د ښارپه گلشن اقبال سيمه کې نامالومه موټرسائيکل سورو په يو گاډي ډزې وکړې ، چې له امله يې گاډي کې ناست کس ووژل شو . د وژل شوي کس پېژندگلو د وقارشاه په نوم شوې او هغه د مسلم ليگ (ن) ډلې د وکيلانو د څانگې مرستيال مشر وو .
د سندهـ بارکونسل غړي خالدنواز خان مروت د پېښې په اړه وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته ووئيل چې وقارشاه د کور نه عدالت ته راتلو چې ډزې پرې وشوې ، او د هغه د وژنې په خبر وکيلانو د کراچۍ په ټولو عدالتونو کې د کارروايې نه احتجاجاً بائيکاټ کړی دی .
د وکيل وقار شاه په وژنه د سندهـ د سترې محکمې مشر قاضي مقبول باقر خپل ځاني نوټس اخېستی دی . او د پوليس چارواکو نه يې رپورټ غوښتی دی .
ښار کې د شورو په ورځ هم د تشدد په پېښو کې د يو شيعه مسلکي ډاکټر او د يوې دينې مدرسې دارالخېر د درې طالبانو په گډون ۱۲ کسان وژل شوي وو .
چارواکي وايې د تشدد تازه پېښو کې زياتره فرقه ايزه وژنې شوي دي .
د پوليس چارواکو ترمخه سي ائي ډي پوليس د ښار په سهراب گوټ سيمه کې هدفي عمليات کړي او ۱۵ مشکوک کسان يې نيولي دي ، پوليس وايې عملياتو کې څلور لاسي بمونه ، اووه کلاشنکوفې او نهه تماچې هم ترلاسه کړي دي .
کراچۍ ښار کې د تېرکال د ستمبر د مياشتې راهسې د وران کارو په ضد د پوليس او رينجرو هدفي عمليات دوام لري ، چارواکې ادعا کوي چې د عملياتو سره ښار کې د تشدد ډېرې پېښې قابو کړی شوي دي ، او په لويه شمېره کې د وژنو سره په مختلفو جرمونو کې ککړ کسان نيول شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG