لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : امام باړو باندې بريدونو اؤ پوليسو سره نښته کې شپږ ترهگر وژل شوي

د پوليس چارواکو په وينا ښار کې يې د محرم د نهمې او لسمې د مرکزي جلوسونه سره د امام باړو د حفاظت دپاره د امنيت کلک گامونه پورته کړي دي
د پوليس چارواکو په وينا ښار کې يې د محرم د نهمې او لسمې د مرکزي جلوسونه سره د امام باړو د حفاظت دپاره د امنيت کلک گامونه پورته کړي دي

کراچۍ ښار کې د شيعه مسلمانانو د امام باړو سره نزدي درې بمي چاؤدنې شوي ، چې په نتيجه کې يې نزدي پنځلس کسان ژوبل شوي دي . او پوليس چارواکو په يوه مقابله کې د شپږو ترهگرو د وژنې دعوه کړې ده

کراچۍ
کراچۍ ښار کې د شيعه مسلمانانو د امام باړو سره نزدي درې بمي چاؤدنې شوي ، چې په نتيجه کې يې نزدي پنځلس کسان ژوبل شوي دي . دغه چاؤدنې د شورو او زيارت په منځنۍ شپه کې د نارتهـ ناظم اباد او نارتهـ کراچۍ په سيمو کې رامنځته شوي دي .
د پوليسو په وينا وړومبۍ چاؤدنه د نارتهـ ناظم اباد په پهاړ گنج سيمه کې د امام باړي سره نزدې هغه وخت وشوه چې په امام باړه کې دننه د شيعه مسلمانانو د محرم مجلس روان وو . پوليس چارواکو وئيلي د چاؤدنې په نتيجه کې د يو ماشوم په گډون درې کسان ژوبل شوي دي .
دويمه چاؤدنه هم د دغه امام باړې سره نزدې د وړومبې چاؤدنې يو ساعت وروسته شوې ده . او د چاؤدنې په نتيجه کې د خبريالانو او پوليسو په گډون ۱۱ کسان ژوبل شوي دي .
د چاؤدنو په ترڅ کې ژوبل کسان نزدې روغتون عباسي شهيد ته وړل شوي دي . د پوليس چارواکو په وينا چاؤدنې په ريموټ کنټرول شوي دي .

پوليس وايې د نارتهـ کراچۍ په سيمه کې نامعلومه کسانو په يوه بله امام باړه لاسي بم غورځولى دی او په هغې کې يو پوليس عسکر ژوبل شوی دی .
بل لوري ته د سي ائي ډي پوليسو مشر چوهدري اسلم مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي د ماڼي پور سيمې سره نزدې په لکي پهاړۍ نومې سيمه کې يې د شکمنو ترهگرو سره مقابله شوې ده .
نوموړي په مقابله کې د شپږو ترهگرو د وژنې دعوه کړې ده او وئيلي يې دي په دغه مهال درې پوليس والا هم ژوبل شوي دي .
چوهدرې اسلم زياته کړې د ترهگرو نه يې په غټه کچه وسله ، چاؤدېدونکي بارودي مواد او خودکش جېکټونه ترلاسه کړي دي .
نوموړي د ترهگرو تړاؤ د لشکر جهنگوي ډلې سره ښودلی دی .

د پوليس چارواکو په وينا ښار کې يې د محرم د نهمې او لسمې د مرکزي جلوسونه سره د امام باړو د حفاظت دپاره د امنيت کلک گامونه پورته کړي دي . او ښار کې يې د تازه بمي چاؤدنو وروسته امنيتي تدابير نور هم سخت کړي دي.
دراپورونو ترمخه د صوبې حکومت مرکزته د عاشورې د جلوس په مهال کراچۍ او ټول ايالت کې د موبائل سروس بندولو خواست کړی دی . او د محرم په نهمه او لسمه يې کراچۍ کې د موټرسائيکل په غبرگه سورلۍ د بنديز حکم جاري کړی دی .
له دې وړاندې د شورو په ورځ د رېنجراو پوليس چارواکو وئيلي وو ، د ښار په لانډهي گلشن بونېرسيمه کې يې د عملياتو په مهال د تحريک طالبان پاکستان مشکوک ترهگروسره مقابله کې درې ترهگر وژلي او په مقابله کې د رېنجرو يو عسکر هم وژل شوی وو . پوليسو وئيلي وو ترهگرو د شيعه مسلمانانو په جلوسونو د بريدونو منصوبه جوړوله .
This item is part of
XS
SM
MD
LG