دپوليس او رېنجر چارواکو په وينا د کراچۍ په لانډهي گلشن بونېرسيمه کې امنيتي ادارو سره په مقابله کې د تحريک طالبان پاکستان درې ترهگر وژل شوي دي . او مقابله کې د رېنجرو يو سپاهې هم د مينځه تللی دی . کراچۍ ښار کې د تېرو دوه مياشتو راسې د وران کارو پرضد عمليات دوام لري . پوليس چارواکې دعوه کوي چې په ترسره کړی شوؤ عملياتو کې يې په بېلابيلو جرمونو کې ککړ د ۸۰۰۰ نه زيات کسان نيولي دي .
دښار د قائد اباد تاڼې د پوليسو مشر عاصم احمد په وينا د لانډهي په گلشن بونېرسېمه کې وسله والو په پوليس او رېنجرو ډزې اوکړې . او د امنيتې سر تېرو سره په مقابله کې درې وسله وال او د رېنجرو يو سپاهې ووژل شو . ډيوه رېډيو سره خبرو کې نوموړې وويل ، د وژل شوؤ وسله تړاؤ د تحريک طالبان پاکستان سره دی .
" په مقابله کې درې ترهگر عامرالله ، ضياؤالدين او شېرولي وژل شوې دي او دا د تحريک طالبان پاکستان غړي دي ".
نوموړي وويل د وژل شوؤ ترهگرو نه په غټه کچه وسله او لاسي بمونه ترلاسه کړی شوي دي ، او دوۍ په داسې حال کې وژل شوي دي چې د محرم په لسمه د عاشورې په محال يې د کومې غټې ترهگرۍ منصوبه جوړوله .
د رېنجرو د ويان لخوا په خبرپاڼه کې د دغه پېښې په اړه وئيل شوي دي . چې نن سحر وختي رېنجر د پټو معلوماتو په اساس گلشن بونېر ته د عملياتو دپاره لاړل او چې څنگه هلته ورسېدل نو ترهگرو پرې ډزې پېل کړي . د رېنجرو لخوا په جوابې ډزو کې د تحريک طالبان پاکستان درې ترهگر ووژل شو ، او مقابله کې د رېنجرو يو سپاهې اکبرعلي هم د مينځه تللی دی .
ياده دې وې وړاندي هم د پوليس او رېنجر چارواکو لخوا په گلشن بونېر سيمه کې د ترهگرۍ په پېښو کې د لاقانونه گرځول شوؤ ډلو د غړو د نيوؤ دعوې شوي دي . او دوه مياشتې وړاندې پوليس چارواکو دعوه کړې وه . چې په گلشن بونېر کې د طالبانو د ولې الرحمان او حکيم الله محسود د گروپونو ترمينځ انښته کې يو ځائې کمانډر وژل شوې او څلور نور غړي ژوبل شوي وو .
د تېرې مياشتې په وړومبي سرکې هم د سي ائې ډي پوليس چارواکو د پاکستاني طالبانو د تحريک کراچۍ کې د مومندو ايجنسۍ د طالبانو مشر او هغه سره د درې نورو ملگرو په مقابله کې د وژلو وئيلي وو .
د ځائې مطبوعاتو ترمخه حساسه ادارو د قائداباد په سيمه کې د طالبانو يو بل مهم کمانډرشهاب الله نيولی او د هغه د قبضې نه يې څلور موټر سائيکلې او يو اېمبولنس ترلاسه کړی دی ، ويل کيږي دغه گاډي د عاشورې په محال د ترهگرۍ دپاره کارول کيدل . خو ځائې پوليس د دغه گرفتارۍ او عملياتو پخلې نه کوي .
بل لورته ښار کې د تشدد په پېښو کې درې کسان وژل شوي دي . د پوليسو ترمخه د وژنو پېښې د نارت ناظم اباد ، کالاپُل او پخوانۍ سبزۍ منډۍ په سيمو کې رامينځته شوي دي .