کراچۍ ــ د پاکستان ترټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې دوه بمي چاؤدنې شوي ، چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه اووه کسان مړه او۳۰و پورې نور ژوبل شوي دي .
د چاؤدنو له امله د چائې يو هوټل نزدې دوکانونه او په ځائې ولاړگاډو ته هم زيان اوختی دی .
د پوليسو په وينا چاؤدنې د کراچۍ په فېډرل بي ايريا ۲۰م نمبر بلاک انچولي سيمه کې رامنځته شوي دي .
دواړه چاؤدنو کې مړي او ژوبل نزدې عباسي شهيد او بل شخصي روغتون ته رسول شوي دي . د روغتون د چارواکو په وينا ژوبلو کې ځينې په مرگوني حالت کې دي .
راپورونو ترمخه انچولي د شيعه مسلمانانو گڼې ابادۍ والا علاقه ده .
د پېښې د عېني شاهدينو په وينا وړومبی يوه چاؤدنه وشوه او لږه شيبه وروسته پسې بله وشوه .
د ځائې مطبوعاتو ترمخه چاؤدنې د انچولي په گڼه ابادۍ کې دننه د چائې د يو هوټل مخې ته هغه وخت شوي دي ، چې په دغه ځايې کې په لويه شمېره کې خلک راجمع وو .
د ځائې خلکو په وينا چاؤدنې دومره زورورې وې چې اوازيې تر لرې لرې پورې اورېدل شوی دی .
د سيمې د پوليسو مشر ډي ائې جي جاوېد اوډهو وئيلي ، چاؤدنو کې د درېو نه ترڅلورو کيلو پورې بارودي مواد کارول شوي دي . چاؤدېدونکې مواد په موټر سائيکل کې ځائې په ځائې شوي او په ريموټ کنټرول ډزول شوي دي .
د چاؤدنو له امله د دوکانونو او گاډو تباه کېدو سره د بجلۍ دوه ټرانسفارمرې هم الوتي دي .
وزيراعلي سندهـ قائم علي شاه د پېښې نوټس اخيستی ، اود پوليس او رېنجر چارواکو ته يې چاؤدنو کې د ککړو خلکو د نيولوامر کړی دی .
انچولي کې په رامنځته شوې پېښه د شيعه مسلمانوتنظيم مجلس وحدت المسلمين د درې ورځو د وير نمانځلو اعلان کړی دی .