لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : نښته کې دډي ايس پي پشمول درې پوليس عسکر وژل شوي


دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې دپوليسو اؤ وسله والو کسانو ترمينځ نښته کې دډي ايس پي قاسم غوري پشمول درې پوليس عسکر اؤ درې وسله وال وژل شوي دي.
کراچۍ دپاکستان ترټولو ستر اقتصادي ښار دى، چې دتيرو څو کلونو راهسې دغلته دبدامنۍ پيښې سيوا شوي اؤ تر دې مهاله په دغه ښار کې په بمي چاؤدنو،دډزو پيښو، فرقه ييزو نښتو اؤ داړي گړي په نورو واقعاتو کې په زرگونو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
دزيارت په ورځ دکراچۍ په سفاري پارک سيمه کې دپوليسو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ تر شپږو ساعتو روانې دغه نښته کې دوه پوليس عسکر ژوبل شوي هم دي، چې دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.
دسندهــ دپوليسو وياند ايس ايس پي ايسټ عمران شوکت پخلى کړى چې پوليسو سره نښته کې درې بريدکوونکي هم وژل شوي دي.
سرچينې وائي پوليسو دسفاري پارک سره نزدې دورانکارو دموجودگۍ داطلاع په ترلاسه کولو دغلته کارروائي پيل کړه ، خو هغوي دوسله والو له لوري دسخت مزاحمت سره مخ شول اؤ وروستو يې درينجرز ځواکونو مرسته هم وغوښته.
ددواړو خواؤ ترمينځ سخته نښته کې ډي ايس پي قاسم غوري ،اى ايس ائي اؤ يو پوليس عسکر وژل شوي.
پوليسو ادعا کړې چې په دغه مهال يې درې ورانکاري هم وژلي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG