لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف :د مذاکراتو ناکاميدو صورت کې دطالبانو په ضد په سخته کاررايۍ غور کوؤ

دجان کيري اؤ نوازشريف ترمينځ شوې ليدنه کې د افغانستان په وضعيت هم خبرې شوي دي
دجان کيري اؤ نوازشريف ترمينځ شوې ليدنه کې د افغانستان په وضعيت هم خبرې شوي دي
پيښور_ دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دزيارت په ورځ دامريکا خارجه وزير جان کيري سره دليدنې په مهال په ډاگه کړې ده چې حکومت يې طالبانو سره دمذاکراتو هڅه کوي خو کۀ خبرې ناکاميږي نو په هغه صورت کې د طالبانو په ضد د پوځ اؤ پوليسو له لارې په سختو گامونو اخستو هم غور روان دى .
روانه مياشت کې د پاکستان سياسي گوندونو اؤ امنيتي ادارو د مشرانو په گډون دجوړي شوي ټول گونديز کانفرنس راپديخوا دا لمړى ځل دى چې نوازشريف طالبانو سره دمذاکراتو ناکاميدو صورت کې دهغوئ په ضد د سختو عملياتو اراده څرگنده کړې ده.
په دغه ټول گونديز کانفرنس کې حکومت ته وړانديز شوى ؤ چې طالبانوسره دې د خبرو اترو له لارې هيواد کې دامنيت ټينگښت باوري کړي.
طالبانو کۀ هرڅو ددغه ټول گونديز کانفرنس هرکلى کړى ؤ خو دهغې راپديخوا دپاکستان په بيلابيلو سيمو کې د ترهگرۍ بهير نور هم چټک شوى چې د ميډيا راپورونو لۀ مخې د ترهگرۍ دغو پيښو وزيراعظم نوازشريف طالبانو سره د جوړجاړي دتگلارې خپلولو په اړه فکرمندۍ سره مخ کړى دى.
په عين حال کې وال سټريټ جرنل سره يوه مرکه کې نواز شريف په تندلارو دوسلې غورځولو اؤ دپاکستان دائين منلو غږ کړى دى.
دخارجه وزارت اؤ اوباما انتظاميې لوړپوړو چارواکو ميډيا ته دبريفنگ ورکولو په مهال دجان کيري اؤ نوازشريف ترمينځ د شوې ليدنې په اړه وئيلي دي چې دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو پيل کولو په امکاناتو هم دغه ليدنه کې بحث شوى دى.
دخارجه محکمې دچارواکو وينا ده چې” مونږ دپولې دواړو لورو ته دتندلارو دموثرو ځالو په موجودگۍ دانديښنې څرگندونه وکړه“
دغه چارواکي وائي وزيراعظم نواز شريف منلې ده چې دغه دپاکستان دامنيت لپاره يوه ستونزه، چيلنج اؤ خطره ده اؤ زياته يې کړه پاکستان اوس مهال دهاغه سترې تندروه ډلې سره دخبرو اترو پيل کولو هڅې کوي چې پاکستان په نخښه کوي.
” خو هغوي ددغو مذاکراتو په ناکاميدو دپوليسو اؤ پوځ دکارروايۍ پشمول په نورو لارو چارو هم غور کوي“ اؤ کارروايۍ به په ځانگړې توگه دپاکستاني طالبانو تحريک پورې محدودې وي.
وزيراعظم نوازشريف سره دامريکا په سفر تللي ډله کې د پاکستان دکابينې لوړپوړي غړي هم شامل دي اؤ هغوي امريکائي چارواکي خبر کړي چې اسلام اباد ته دافغان صدر دوروستي سفر په مهال يې صدر کرزي سره دوستانه خبرې اترې کړې وې.
دخارجه محکمې يو چارواکى وائي چې صدر حامد کرزي دپاکستان ددغه سفر په مهال دطالبانو دپخواني دوهم مشر ملا برادر دخوشې کولو غوښتنه هم کړې وه اؤ وزيراعظم نواز شريف هغه سره ژمنه کړې وه چې دغسې به دڅو اوونو دننه وکړي اؤ په حقيقت کې دغسې دڅو ورځو دننه وشول.
پاکستاني چارواکي وائي دملا برادر دخوشې کولو مقصد گاونډي هيواد افغانستان کې دامن دعمل پرمختگ دى.
بلخوا وال سټريټ جرنل سره يوه مرکه وزيراعظم ميا نواز شريف تندلارو څخه دوسلې غورځولو اؤ دپاکستان دائين منلو غوښتنه کړې ده.
وزيراعظم نواز شريف انديښنه څرگنده کړې چې پاکستاني طالبانو سره دخبرو اترو په اړه دهغه تگلارې ته به دډرون دپرله پسې بريدونو له امله زيان ورسيږي.
دايران دگيس پائپ لا ئن په اړه نواز شريف وويل ”پاکستان ته دگيس سخت ضرورت دى، مونږ ته به خپل پاور پلانټونه چلول وي، مونږ ته دهغوي څخه دگيس ضرورت دى، پاکستان کې دگيس زيات کمى دى ځکه مونږ ته به دهغوي څخه گيس راوستل وي. “
نواز شريف وويل دجمعې په ورځ به دملگرو ملتونوغونډې ته پخپله وينا کې په ډاگه کوي چې پاکستان کې ډرون حملې غيرقانوني دي ، ځکه چې دغه حملې دپاکستان دعلاقائي سالميت خلاف ورزي ده اؤ زياته يې کړه چې دغه وسله دگټې پځايې زيات تاوان ځکه راولاړوي چې نور ترهه گر پيدا کوي.
This item is part of
XS
SM
MD
LG