د امریکې د کانګرس غړي چې د اګست د میاشت د دمې نه پس دا هفته په سرښار واشنګټن کې کار ته ستانه شي نو د ترجیحاتو یو اوږد فهرست به يې مخې ته پروت وي.
اوکراین سره نور امداد او د صدر جوبایډن د امپيچمنټ یا د نااهله کولو په سر د جګړې ترڅنګ به تر ټولو اهمه ترجیح د امریکې حکومت دپاره د اکتوبر د وړمبۍ نېټې نه مخکې د پېسو منظورول وي چې دا ډول يې چارې په ټپه و نه درېږي.
د سېپټمبر په دیرشمه نېټه به د امریکې د وفاقي حکومت د اخراجاتو دپاره پېسې ختمې شي او دا خبره قریباً امکان نه لري چې د ريپبلېکن پارټۍ د اکثریت لاندې هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز او د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ د اکثریت لاندې سېنېټ به په وخت حکومت دپاره د ټول کال بجټ په منظورولو متفق شي.
په سېنېټ کې د واکمن ډېموکرېټې پارټۍ مشر سېنېټر چک شومر وايي حکومت دپاره د پېسو په منظورولو کې وخت لږ دی او د حکومت د بندېدو مخه نیولو یوازنۍ لاره دا ده چې د ډېموکرېټېک او ريپبلېکن پارټي قانون سازان په اتفاق کار وکړي. هغه زیاته کړه چې د هاوس د ريپبلېکن پارټۍ غړي چې اینده هفته کانګرس ته ستنېږي نو وړمبۍ موقع په لاس لري چې د ټول شمولیت مظاهره وکړي.
د هاوس سپيکر کېوېن مېکارتي د خپلې پارټۍ د زاړه پاله غړو د دې تنقید سره مخامخ دی چې د سږ کال په شروع کې د حکومت د قرض حد د زیاتولو په لړ کې يې د مفاهمت نه کار اخیستی و خو د هغه دلیل دی چې حکومت دپاره د لنډ مهاله بجټ منظورول به د حکومت چارې دوامداره وساتي او ريپبلېکنز ته به نور وخت ورکړي چې د حکومت د اخراجاتو په کمولو مذاکرات وکړي.
د بای پارټېزن پالسي سېنټر نومې ادارې څېړنکار مایکل وايي ريپبلېکن پارټي د ګوند دننه سخت مذاکرات او مباحثې لريږ هغه زیاته کړه د دې وجه په هاوس کې د ريپبلېکن پارټۍ معمولي اکثریت دی.
د کارنګرس غړي به په هغه ۴۰ بېلین ډالرو مالیت ضمني مالیاتي اخراجاتو هم بحث کوي چې د صدر بایډن حکومت په اګست کې د کانګرس د دمې په مهال معارفي کړي دي. په دې کې اوکراین سره د ۲۱ بېلین ډالرو پوځي او انساني امداد هم شامل دی. د کانګرس ځینو زاړه پالو غړو ویلي د دغې امداد د منظورۍ مخه به نیسي.
د ډېموکرېټېک پارټۍ سېنېټر کرېس مرفي وايي کله چې اوکراین سره د امداد خبره راشي نو د ريپبلېکن پارټۍ غړي پښه نیولي شي. هغه وویل دا به ډیر خراب وخت وي چې دا تاثر ورکړی شي چې اوکراین سره د مرستې په سر په امریکا کې اختلاف موجود دی په خصوصي توګه په داسې حال کې چې د هغه په قول اوکراین د روس خلاف جنګ کې پرمختګ کوي.
اوکراین سره د امریکی د امداد لوی حمایتي په سېنېټ کې د ريپبلېکن پارټۍ مشر سېنېټر مېچ مېکانل دی او دا هفته چې هغه کار ته ستنېږي نو د نژدې نه به یې څارنه کولی شي. د اوړي د دمې په مهال په هغه دوه ځله د فالج دورې راغلې وې. هغه د نهې، سه شنبې، په ورځ د خپل صحت په اړه تشویش رد کړو.
سېنېټر مېچ مېکانل وویل په کور کې ځما د وخت یوې مخصوصې شېبې په مطبوعاتو کې تیره هفته ښه ډیره برخه توجه ترلاسه کړه لیکن زه تاسو ته باور در کوم چې اګست ځما دپاره مصروفه او ګټه میاشت وه
د امریکې د سېنېټ ډاکټر ویلي داسې څه علامتونه يې نه دي موندلي چې په مېکانل دورې د اعصابي ناروغتیا په سبب راغلي وې بلخوا په سېنېټ کې د ريپبلېکن پارټۍ زیاتره غړي وايي د مېکانل د مشرۍ په صلاحیت اعتماد کوي
په سېنېټ کې د ريپبلېکن پارټۍ غړی مېټ رامني وايي د مشر په حېث يې مېکانل په اهمو مسلو رهنمايي کوي.
د امریکې د کانګرس غړي به د اېنول ډيفېنس اترایزېشن په موضوع هم بحث کوي. د اته سوه شپږ اتیا بېلین ډالرو مالیت دفاعي بجټ په مختلفو شکلونو په کانګرس کې د اوړمي په شروع کې تاوده بحثونه شوي دي.
Forum