لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حنا کهر: دنيټو دسپلايۍ دلارو پرانستل دپاکستان او افغانستان په گټه دي


 په يوه مرکه کې حنا رباني کهر وويل پرامنه او باثباته افغانستان دپاکستان په گټه دى
په يوه مرکه کې حنا رباني کهر وويل پرامنه او باثباته افغانستان دپاکستان په گټه دى

د پاکستان دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر وئيلي دي چې په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو دسامان درسد دلارو پرانستل نۀ يواځې دا چې دپاکستان په گټه دي بلکې دا دافغانستان په گټه هم دي.
په يوه مرکه کې حنا رباني کهر وويل پرامنه او باثباته افغانستان دپاکستان په گټه دى.
دهغې وينا وه چې ددواړو هيوادونو ثبات ديو بل سره تړلى دى.
خارجه وزيرې وويل دپاکستان او امريکا ترمينځ اړيکو کې دستونزو بنيادي وجه دمختلفو علتونو له کبله رامينځته شوى دباور کمى ؤ.گ
کهر وويل دسلاله بريد څخه وروستو پاکستان يو دريځ خپل کړو او دافغانستان په مستقبل تير کال دجرمني په بون ښار کې ترسره شوې غونډه کې يې دگډون څخه انکار وکړو.
دهغې وينا وه د امريکا او پاکستان ترمينځ ديوې سختې ستونزې دهواري وروستو امريکا سره داړيکو جوړولو يوه موقع ترلاسه شوې ده.
هغې زياته کړه بايد دوي د دغه موقعې څخه گټه پورته کړي او ضائع يې نۀ کړي.
دپاکستان خارجه وزيرې وويل دپاکستان او امريکا ترمينځ اړيکې دځنډ په حالت کې وې.
حنا رباني کهر وويل امريکا سره داړيکو په اړه د پاکستان د حکومت او اولس فکر يو شان دى.
هغې وويل حکومت خپل دا دريځ تکرار کړى چې ډرون بريدونه دگټې په ځايې زيان رسوي او دپاکستان دخپلواکۍ په ضد دي.
نوموړې وويل دډرون بريدونو په اړه دامريکا دريځ دا دى چې هغوي باور کوي ترهگر موجود دي او کارروائي به دوامداره ساتي.
د هغې وينا وه چې حکومت دپارليمان لخوا دورکړل شوؤ لارښوونو په رڼا کې فيصلې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG