لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خوست کې د پاکستان د پښتنو او بلوڅانو په حمایت کې لاریون ویستل شو


له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وشوه چې په پاکستان کې پریکړه لیک په وینا د روان بشري ناورین دختمیدو لپاره دې دنړۍ دیوې برخې د وګړو غږ واوري ترڅو پښتون قوم دژوند له ټولو بنسټیزو حقونو څخه برخمن شي
له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وشوه چې په پاکستان کې پریکړه لیک په وینا د روان بشري ناورین دختمیدو لپاره دې دنړۍ دیوې برخې د وګړو غږ واوري ترڅو پښتون قوم دژوند له ټولو بنسټیزو حقونو څخه برخمن شي

دافغانستان په جنوبي خوست ولایت کې د نهې، سه شنبې، په ورځ لسګونوځوانانو، د مدني ټولنې فعالانو، دیني علماو او قومي مشرانو په پاکستان کې له پښتنو سره د هغوي په وینا د شویو زور زیاتیو او دهغوی پرضد د روانو ظلمونو خلاف احتجاجي غونډه او لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د ډیورنډکرښې هغې غاړې د میشتو قبایلو، بلوڅو اوپښتنو ځوانانو د هدفي وژونو لړۍ د درولو غوښتنه وکړه او پرملګرو ملتونو یې غږ وکړ چې په پاکستان کې میشتو پښتنو ته د بشري او انساني حقونو په ترلاسه کولو کې دې له هغوی سره مرسته وکړي.

همداراز لاریون کوونکو د افغانستان دحکومت له اقتصادي او بهرني سیاست څخه ملاتړ څرګند کړ اوله نړیوالې ټولنې څخه دهغو هیوادونو پرضد د جدي اقداماتو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه چې په سیمه او نړۍ کې له ترهګرۍ ملاتړ کوي.

د خوست په لاریون کې دا کتبه د پښتنو د یوالي غوښتنه کوي
د خوست په لاریون کې دا کتبه د پښتنو د یوالي غوښتنه کوي

په پاکستان کې د قبایلو، بلوڅو او پښتنو ته د ژوند دټولو بنیادي حقونو د ورکړی کیدو او له هغوی سره د زور زیاتیو په خلاف په جوړه شوې احتجاجي غونډه او سوله ییزلاریون کې د شپږو مادو پریکړه لیک هم ولوستل شو.

په دې پریکړه لیک کې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وشوه چې په پاکستان کې پریکړه لیک په وینا د روان بشري ناورین دختمیدو لپاره دې دنړۍ دیوې برخې د وګړو غږ واوري ترڅو پښتون قوم دژوند له ټولو بنسټیزو حقونو څخه برخمن شي.

همداراز په دې سوله ییز لاریون کې دافغان حکومت له بهرني سیاست او اقتصادي طرحو ملاتړپه ډاګه شو او له افغان حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې دافغانستان په کورنیو چارو کې له ترهګروپه ملاتړ د پاکستان دروان سیاست دمخنیوي لپاره په نړیواله او سیمه ییزه کچه روانې هڅې ګړندۍ کړي.

پاکستان په افغانستان کې د لاس وهنې او د افغانستان مخالف وسلوالو د ملاتړ خبره ردوي او وايي په افغانستان کې د سولې او مفاهمت ملاتړ کوي او په دې لړ کې هر ډول مرستندویه کردار ادا کولو ته تیار دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG