لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خوست په یخ ژمي کې یخني، سوپ او منتو د خلکو د خوښې خوراکونه دي


Khost Food 1
Khost Food 1

که څه هم په خوست کي د ژمي موسم پرختمیدو دی خو لاهم خلک د ژمي د خوراکونو نه خوند اخلي.

سید احمد په خوست بازار کې په کراچۍ یا په لاس گاډۍ یخني او منتو خرڅوي او وايي د ځینو هوټلونو او ریسټورانټونو په مقابله کې خلک د ده یخني او منتو زیات خوښوي.

سید احمد نه یوازې له خپل روزګار څخه خوښ دی بلکې هغه نورو ځوانانو ته یو پیغام هم لري او وايي ځوانان دې نه ناامیده کیږي، مټې دې را ونغاړي او د یو روزګار دپیل لپاره دې کلکه اراده وکړي.

په لاسي کراچی د خوراکي توکو دا پلورونکی وايي په خوست کې د سوپ، یخني او د منتو د پلورنې ګن شمیر دوکانونه هم شته خو د ده منتو، سوپ او یخني ځانګړی خوند لري نو ځکه یې خلک زیات خوښوي. هغه وايي د پلورموقعیت یې هم په ښه ځای کې دی.

که یو خوا خریداران د سید احمد د خواړه نه خوند اخلي نو بلخوا خپله د هغه د لاس هنر د هغه د معاشي سوکالۍ سبب هم دی.

سید احمد وايي په لکنو قرض یې په لاسي کراچی د یخني، منتو او سوپ په پلورولو کې خلاص کړ.

په لاسي کراچی د خوراکي توکو دا پلورونکی وايي په خوست کې د سوپ، یخني او د منتو د پلورنې ګن شمیر دوکانونه هم شته خو د ده منتو، سوپ او یخني ځانګړی خوند لري نو ځکه یې خلک زیات خوښوي
په لاسي کراچی د خوراکي توکو دا پلورونکی وايي په خوست کې د سوپ، یخني او د منتو د پلورنې ګن شمیر دوکانونه هم شته خو د ده منتو، سوپ او یخني ځانګړی خوند لري نو ځکه یې خلک زیات خوښوي

سید احمد وویل د پلار له وفات وروسته یې کار ته لاس واچول او د یو وړوکي دوکان څخه به یې د هوټل کار اخیستلو او هلته به یې مزېدارې بنډۍ اوسابه پخول. د هغه په وینا دوکان ته ګن شمیر خلک د همدې خوړو لپاره ورتلل او کاروبار یې ښه روان و خو بیا په څه وجه د تاوان سره مخ شو. هغه یې علت نه ښايي.

د تاوان ورسته سید احمد هوټل پریښودو او د روزگار په تکل کې کابل ته لاړ خو سمی یې و نه خوړو او بیرته خوست ته لاړ.

که څه هم سید احمد کابل نه خالي لاس خوست ته ستن شو خو ذهن یې خالي نه و. د ځان سره یې د کاروبار انګیزه هم خوست ته ورسوله. فېصله یې وکړه چې په لاسي کراچۍ کې به سوپ، منتو او یخني خرڅوي.

او وس، شپږ کاله ورسته، سید احمد وايي د هغه د کوچني هوټل په پرتله چې یو وخت به یې پکې سابه او بنډی پخولې، زیات مینه وال پیدا کړل.

سید احمد وايي سهار وختي له ۶ کارګرانو سره هغه دوکان ته چې ځي چرته چې خوراکي مواد تیاروي او د ورځې له دوو بجو نه وروسته د شپې ترناوخته په کراچی کې سوپ، یخني او منتو خرڅوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG