لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خضدار:دوسله والو بريد کې دليويز دعسکر پشمول ٤ کسان وژل شوي


راپورونه وائي وسله والو جنگيالو دپاکستان د ناقراره صوبې بلوچستان په خضدار ضلع کې دزيارت په ورځ دليويز ديو عسکر پشمول څلور کسان وژلي دي.
دليويز يو چارواکي محمد علي په دغه اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دخضدار په گزگي چوکۍ سيمه کې دسړک په غاړه دوړاندې څخه ناستو وسله والو په يو گاډي ډزې کړي دي.
هغه وويل په نخښه کړل شوي گاډي کې دليويز عسکرو دخضدار ډسټرکټ هيډکوارټرز هسپتال ته له دې وړاندې دډزو په يوه بله پيښه کې ژوبل شوي کسان بوتلل.
هغه زياته کړه چې دليويز عسکرو دپيښې سمدستي وروستو ځوابي کارروائي وکړه ، خو بريدکوونکي نزدې غرونو ته په تيښته کې کامياب شول.
په سمدستي ډول ددغه پيښې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې.
دپيښې وروستو دکوم ممکنه بدې پيښې مخنيوي لپاره اضافي عسکر ليږل شوي دي.
خضدار په بلوچستان کې دتاؤژنو سيمو څخه يوه گڼل کيږي اؤ په دغه سيمه کې بمي چاؤدنو اؤ هدفي وژنو کې گڼ شمير کسان مړۀ شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG