لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : نښته کې شپږ کسان وژل شوي


په سيمه کې دفعاله تندرويه ډلې لښکر اسلام جنګيالو دمقامي امن کميټۍ په ګزمه دخيبرايجنسۍ په اکاخيل سيمه کې بريد وکړو چې له دې وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ نښته وشوه
په سيمه کې دفعاله تندرويه ډلې لښکر اسلام جنګيالو دمقامي امن کميټۍ په ګزمه دخيبرايجنسۍ په اکاخيل سيمه کې بريد وکړو چې له دې وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ نښته وشوه

د زيارت په ورځ د افغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دتندلارو او سيمه ييز حکومت پلوه لښکر د غړو ترمينځ ترسره شوې نښته کې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.
د سيمه ييزې انتظاميې يولوړپوړي چارواکي ريحان ګل خټک بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې ددغه تازه نښتې په اړه وئيلي دي دمقامي امن کميټۍ څلور غړي او دوه جنګيالي دډزو په تبادله کې وژل شوي دي.
هغه وويل په سيمه کې دفعاله تندرويه ډلې لښکر اسلام جنګيالو دمقامي امن کميټۍ په ګزمه دخيبرايجنسۍ په اکاخيل سيمه کې بريد وکړو چې له دې وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ نښته وشوه او زياته يې کړه چې دبريد څخه وروستو د30ؤ څخه زيات جنګيالي په تيښته کې بريالي شوي.
مقامي استخباراتي چارواکو ددغه پيښې او پکې داوښتې مرګ ژوبلې پخلى کړى. دپاکستان پوځ وړاندې څو څو ځله په خيبرايجنسۍ کې دفعاله تندرويه ډلې لښکراسلام په ضد کارروايۍ ترسره کړي خو دغه ډله تر دې مهاله په سيمه کې خپل اثرورسوخ لري.
په خيبرايجنسۍ کې اکثره مهال دغه رقم پيښې رامينځته کيږي او دپوځ او تندلارو ترمينځ دتازه نښتو پيل کيدو له ويرې تيره مياشت ددغه قبائيلي سيمې څخه خواؤا 18,000ؤ کسانو خوندي سيمو ته کډې کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG