لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تېراه : د ذخه خيل قبيلې او د لښکر اسلام ډلې نښته کې څلور جنگيالي وژل شوي


تېراه : د ذخه خيل قبيلې او د لښکر اسلام ډلې نښته کې څلور جنگيالي وژل شوي
تېراه : د ذخه خيل قبيلې او د لښکر اسلام ډلې نښته کې څلور جنگيالي وژل شوي

د افغانستان دپولې ترڅنگ د پاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې د یوې ځایي قبيلې او د لښکر اسلام ډلې ترمينځ شوي نښته کې څلور جنگيالي وژل شوي دي.
سرچينې وايي دغه نښته د خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې د ذخه خيل قبيلې د مذهبي مشرانو دوژنې پسر شوې ده چې پکې ددوؤ تندروه کمانډرانو د وژنې اطلاعات هم رارسيدلي دي.
په نښته کې د دواړو لورو څخه 18 کسان ژوبل شوي هم دي.
خيبرايجنسي دپاکستان هغه قبائيلي سيمه ده چې پولې يې د خيبر پښتونخوا دسرښار پيښور اؤ دافغانستان سره لگيدلي دي اؤ په دغه سيمه کې يو شمير تندروه مذهبي ډلې خپلې وسله والې لښکرې لري.
ددغو وسله والو ترمينځه اکثره وخت پخپلو کې هم نښتې کيږي چې تر دې مهاله پکې په لسگونو کسان وژل شوي دي.
په خيبر ايجنسۍ کې تيرکال دپاکستان امنيتي ځواکونو وروستو لۀ هغې ددغه تندروه وسله والو ډلو په ضد عمليات کړي وؤ چې په دغه لاره افغانستان کې دميشتو ائتلافي ځواکونو دپاره په کنټينرو کې وړل کيدونکي دغه سامانونه به وسله والو د وسلې په زور په لاره کې لوټل.
اخوا په کرمه ايجنسۍ کې نن سحر دتندلارو لخوا تښتول شوي 10 دسکول ماشومان ديو مقامي جرگې لخوا تندلارو سره دخبرو اترو وروستو پريښودل شوي دي.
سرچينې وائي دغه لس ماشومان دکوزې کرمې ايجنسۍ دبگان سيمې څخه تښتول شوي اودتندلارو لخوا نامعلوم ځايې ته منتقل کړل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG