لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د دایانو د تربیي دپاره قرارداد منظور کړی


ماهرین وايي د خېبرپښتونخوا په لېرې پرتو سیمو کې د صحت د خېر ښېګړې غېر مناسب سهولتونو له امله ګڼ شمېر مېرنې بچو د پېدا کولو په وخت ژوند بېلي
ماهرین وايي د خېبرپښتونخوا په لېرې پرتو سیمو کې د صحت د خېر ښېګړې غېر مناسب سهولتونو له امله ګڼ شمېر مېرنې بچو د پېدا کولو په وخت ژوند بېلي

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په یو قراداد کې غوښتلي چې صوبې په لرې پرتو سیمو کې دې دایانو ته تربیه ورکړی شي چې دا ډول د بچو د زېږولو په مهال د مېندو د مرګ شرح کمه شي.

د خېبرپښتونخوا د مېندو او د ماشومانو د صحت ادارې د شمېرو ترمخه د کال 2020 اتمې مياشتې نيمايي پورې د پيدايش په وخت د ماشومانو د مړيني شرح په هر 1000 ژوندي ماشومانو کې 59 ريکارډ شوې، شمېرې ښايي چې د ماشوم د پېدا کېدو په وخت په 100،000 مياندو کې 178 موريانو دغه دوران ژوند د لاسه ورکړې۔

د صوبايي اسمبلۍ په قرارداد کې وېل شوي چې د رسمي تربیت نه بغیر کارکوونکي دایانو دلاسه ګڼ شمېر مېرمنې بچو د پېدایش په وخت ژوند بېلي.

په دغه قرارداد کې غوښتنه شوي چې د صوبې په کچه دایانو (قابلو) ته تربیه او ضروري طبي سامان ورکول پکار دي چې دا ډول مېندې او بچي صحت مند وي او د مړينې په شرح یې قابو وموندل شي.
د مېرمنو د ناروغو متخصص ډاکټران وايي چې دوی ته زياتره زنانه د ماشوم د زيږيدنې په وخت په داسې حال کې راوستلې شي چې د غېر تربيه دایانو دلاسه د مور او د بچي حالت نازک وي.

ډاکټران د صوبايي اسمبلۍ د قراداد ستائنه کوي او وايي چې دې سره به د هغه مېرمنو او ماشومانو ژوندونه خوندي شي چې د پېدايش په وخت د پيچده مسلو سره مخامخ کېدو امکان وي۔

طبي ماهرين د پېدايش په وخت د مور او بچي د مړيني لوی علت په روايتي او زړو طريقو د غير تربيه دايانو په لاسونو کې د ماشومانو زيږون بولي۔

دایانو د تربيي په اړه تېره ورځ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف غړې عایشه بانوا قرارداد وړاندی کړی و چې وروسته په متفقه توګه منظور کړل شوږ

عایشته بانو وي او ای ډيوه ته د قرارداد په اړه وويل:" زما په خيال خواوشا 65 فيصده ماشومانو د پېدايش کېسونه په کورونو کې دغه د زيږون خدمتګارې کوي، ځيني خلک داسې دي چې هغوئ په کور دننه ماشوم پېدا کول غواړي او ځيني خلک په لرو پراتو علاقو کې ژوند کوي نو هسپتال يا ډاکټر ته نه شي ورتللې نو په داسې علاقو کې ماشومان د د زيږون خدمتګارو په لاسو کې پېدا کېږي"

د پېښور ايل آر ايچ هسپتال کې د مېرمنو د ناروغو متخصص ډاکټره منهاس فېصل وي او ای ډيوه ته وويل چې غېر تربيه شوي دايانو يا زنانو په لاسونو کې د ماشومانو زيږيدلو په وخت مېند ې او بچي دواړه د خطر سره مخ وي۔

" ماشوم سم نه وي پروت يا يې سر کوږ وي، لاندې نه چې دې بچه داني سمه نه کولاوېږي، نو چې ماشوم پېدا شي نو په مور کې مختلف زخمونه راتللې شي نو د هغې وجې نه مور په حق رسېدلې شي، دوئ چې کله هغه انجېکشن ولګوي د پېدايش نه وړاندې نو هغې سره هغه ډېر زيات يوټرائن کنټرکشن شروع شي نو د هغې وجې نه ماشوم ته وينه نه ځي او د ماشوم زړه کار پرېږدي، نو له چې خېټه کې دننه وي نو کار پرېږدي يا چې پېدا شي نو بيا سم کار نه کوي"

د اسمبلۍ نه منظور کړل شوي قرار داد کې کومې غوښتنې شوي د هغې په اړه ايم پي ای عايشه بانو وېنا وه:" دوی ته به تربيت ورکولې شي او دغې تربيت دوران به دوئ ته دا خودلې شي چې کومې مېرمنې هسپتال ته لېږل پکار دي، او يا کوم داسې کېسونه دي چې کوم پکار نه دي چې دا دايانې په خپل لاس کې اخلي او هغې کې ماشوم او د مور ژوند ته يې خطره وي، دې سره سره هغه کلين برتهنګ کټس يا هغه طبي الات او اوزار چې په دې کې کارول کېږي نو په دې قرارداد کې دا هم دي چې هغه صفا سامان به کاروي"

د خېبرپښتونخوا د مياندو او د ماشومانو د صحت له پاره کار کوونکې ادارې نه ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه دا وخت د صوبې په کچه 475 تربيه شوي دايانې يا د زيږون خدمګارې د صوبې په کچه کار کوي،

مالومات زياتوي څه د پاسه 600 نورو مېرمنو هم اوس دغه تربيت ترلاسه کړو چې څنګه دوئ په ښه ډول د ماشوم پېدايش په وخت د ښځو علاج کولې شي، دغه مېرمنو ته به باقاعده اړونده سامان او د مياشتې په سر وظيفه ورکول هم پېل کړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG