لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا حکومت به د ترهګرۍاغیزمن شویو مذهبي اقلیتونو سره مالي مرسته کوي


په کال ۲۰۱۳ د ستمبر په مياشت کې د پېښور کوهاټۍ علاقه کې ال سېنټ چرچ کې د دوه بمي چاودنو د لاسه څه ۹۰ عيسايي عبادت کونکي وژلی شوي وو او څه ۱۴۴ ژوبل شوي وو او د دېرو کورنو د ګټې وټې کسان په دغه ترهګر بريد کې وژلی شوي وو
په کال ۲۰۱۳ د ستمبر په مياشت کې د پېښور کوهاټۍ علاقه کې ال سېنټ چرچ کې د دوه بمي چاودنو د لاسه څه ۹۰ عيسايي عبادت کونکي وژلی شوي وو او څه ۱۴۴ ژوبل شوي وو او د دېرو کورنو د ګټې وټې کسان په دغه ترهګر بريد کې وژلی شوي وو

د خېبر پښتونخواحکومت صوبې کې د ترهګرۍ نه اغېزمن شوي غېر مسلم وګړو د مالي مرستې او بحالۍ د پاره يو بېل انډومنټ فنډ يا بېله مالي برخه اېښودلې.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په وروستيو کې د ترهګرۍ ځپلو مذهبي اقليتونو د بحالۍ د پاره د دغه انډومنټ فنډ یا امدادي پنګې قانون هم منظور کړی دی.

د دې قانون تر مخه د شل کروړو د دغه انډومنټ فنډ د لارې به د صوبې د مذهبي اقليتونو لکه سکهان، هندو، عيسايي او د کېلاش قبېلي د هغه کورنیو مرسته کيږي چې د ترهکرۍ پېښو لکه بم چاودنو او هدفي وژنو د لاسه اغېزمن شوي دي.

د کېلاش قبېلي غړي او د صوبې د اقليتونو چارو وزير وزير زاده د دغه قانون بل يا وړانديز صوبایي اسمبلۍ ته وړاندې کړی چې اسمبلۍ منظور کړی دی.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د خېبر قبایلي ضلعې نه د مذهبي اقليتونو نماېنده ولسن وزير وايي د ډېر وخت راهسې د دغه قانون سازۍ کوششونه کېدل خو ښه ده چې دا قانون جوړ شو. هغه وايي دې سره به د ډېرو غريبو کورنيو په خاصه توګه د پېښور د کوهاټۍ چرچ اغېزمن عيسايي کورنيو مرسته وشي.

"د دې به دا فاېده وي چې هغه وخت چې کوم خلک وفات شوي دي د هغوي کورنۍ چې دي د هغوي به د مياشتنی يا د کال په سر مرسته کيږي چې د هغوي کار روزګار روان شي، او د دې نه وروستو هم چې چېرته داسې پېښه کيږي نو دا يو مستقل فنډ شو، چې چرته هم د ترهګرۍ پېښه وشي يا چرته بله ستونزه راشي نو هغې کې دوي ته د يو مالي مرستې لاره پېدا شوه، چې چرته څوک يتيم شوي وي، چرته کونډه ښځه يا څوک پکې بچ شوې وي او يا مستقل معذور شوی وي نو د هغوي به د دې فنډ نه مرسته کيږي نو دا يو ډېر ښه اقدام دی."

په کال ۲۰۱۳ د ستمبر په مياشت کې د پېښور کوهاټۍ علاقه کې ال سېنټ چرچ کې د دوه بمي چاودنو د لاسه څه ۹۰ عيسايي عبادت کونکي وژلی شوي وو او څه ۱۴۴ ژوبل شوي وو او د دېرو کورنو د ګټې وټې کسان په دغه ترهګر بريد کې وژلی شوي وو.

د پېښور د مذهبي اقليت سره تعلق لرونکې روبينه مسيح وايي ښه ده حکومت د دومره مودې وروسته د داسې قسمه مالي مرستې د پاره دغه قانون سازي وکړه.

"په دې چاودنه کې ډېر خلک اغېزمن شوي وو، هغې کې ډېر خلک اوس هم بې روزګاره دي او اوس هم هغوي ناجوړه يا زخمي او اغېزمن دي نو دا به د هغوي د پاره ډېره لوېه مرسته شي. دا ډېر ناوخته هغوي ته ملاؤ شو خو ښه ده چې ملاؤ شو ورته"

د مذهبي هم اهنګۍ او امن د پاره په خېبر پښتونخوا کې کار کونکې مدني فعاله شاهده شاه هم د حکومت دا ګام ستايي او وايي دا فنډ به د هدفي وژنو او د ترهګرۍ ښکار د ډېرو کونډو او یتيمانو مرسته وکړي.

"د هغوي تعليم باندې، د هغوي صحت باندې، د هغوي د پاره د وړوکي کاروبارونو د پاره او بل په قباېلي سيمو يا نوې ضم شوې ضلعو کې چې کوم غېر مسلمه دي د هغوي د پاره ډېر زيات کار پکار دی نو پکار ده چې دا دې په هغوي ولګولی شي."

خېبر پښتونخوا کې د مذهبي اقليت خلکو ژوند د ترهګرۍ د لاسه لکه د نورو ډېرو خلکو اغېزمن شوی وو خو د دوي د حقونو د پاره کار کونکي وايي اوس هم څه ډېر ناوخته شوی نه دی چې حکومت د دغه اغېزمن شوو خلمو مرسته وکړي او د ډېرو يتيمانو، کونډو او ژوبل شوو ژوند اسان کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG