لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا لومړي برېل پرېس نظر نه د محرومه کسانو دپاره کتابونه چاپ کول شروع کړل


د پیښور د نابیناو د انسټېټیوټ پرنسپل محمد عارف وایي د صوبې د نابیناو کره شمیره نلري او اندازه یې ده چې دغه تعداد به د دیرشو زرو نه سیوا وي
د پیښور د نابیناو د انسټېټیوټ پرنسپل محمد عارف وایي د صوبې د نابیناو کره شمیره نلري او اندازه یې ده چې دغه تعداد به د دیرشو زرو نه سیوا وي

په خېبرپښتونخوا کې نظر نه د محرومه کسانو دپاره د کتابونو چاپ کولو لومړي برېل پرېس کار شروع کړو.

د صوبې زدکوونکو او استاذانو د ډیر وخت راهسې د برېل پرېس غوښتنه کوله چې نظر نه محرونه کسانو دپاره د لوستلو مواد په خاص طریقه کې چاپ کوي او نابینا کسان یې د ګوتو په مرسته لولي.

د چارواکو په وېنا تیر کال د خېبر پښتونخوا حکومت د برېل پرېس لپاره څلور کروړه روپۍ ځانګړې کړې وې او بالاخر پیښور کې د نابیناو انسټېټیوټ کې نظر نه د محرومه تنانو لپاره د کتابونو د چاپولو پرنټنګ پریس کار شروع کړو

د دغه مشین یو چلونکی یا آپریټر محمد اسحاق وایس آف امریکا ډیوه ته وایي پاکستان کې دا د خپل نوعیت ړومبی پرېس دی.

هغه وویل د پاکستان بیلا بیلو ښارونو کې د برېل مشینان شته خو خود کاره نه دي.” دا ویاړ زمونږ صوبې ته ترلاسه شو چې دلته ړومبی جدید کمپیوټري بریل پریس ولګیدو.”

محمد اسحاق زیاتوي د هیواد نور برېل مشینان یو خو کتابونو چاپولو کې وخت ډیر اخلي او بله خرچه پرې هم ډیره کېږي.

د برېل په دغه جدید مشین لومړی د کتاب مسوده ولیکل شي، ماهران یې وګوري او غلطۍ ترې لرې کړي او بیا تصحیح شوی کتاب په زیاته شمېره کې چاپ کړی شي.

محمد کبیر چې د نظر نه محرومه دی او په اسلامیاتو کې د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کوي، برېل پرېس سره ناست دی او د یو کتاب مسوده تصحیح کوي یا یې پروف ریډینګ کوي. هغه وایي وړاندې به یې د پنجاب، سند او عن تر دې چې د بنګله دیش نه کتابونه راغوښتل. “د هغوي په نصاب لوستو به مجبوره وو. خو اوس به د نظر نه محرومه زده کونکي د خپلې صوبې نصاب لولي.”

د برېل په دغه جدید مشین لومړی د کتاب مسوده ولیکل شي، ماهران یې وګوري او غلطۍ ترې لرې کړي او بیا تصحیح شوی کتاب په زیاته شمېره کې چاپ کړی شي
د برېل په دغه جدید مشین لومړی د کتاب مسوده ولیکل شي، ماهران یې وګوري او غلطۍ ترې لرې کړي او بیا تصحیح شوی کتاب په زیاته شمېره کې چاپ کړی شي

محمد کبیر وايي د خېبرپښتونخوا زدکوونکو به اوس د خپلې صوبې د تاریخ او جغرافیي په ړه معلومات تر لاسه کیږي.

د پیښور د نابیناو د انسټېټیوټ پرنسپل محمد عارف وایي د صوبې د نابیناو کره شمیره نلري او اندازه یې ده چې دغه تعداد به د دیرشو زرو نه سیوا وي.

عارف وايي وایي صوبې کې یولس د نابیناو سکولونه دي چې پکې تر اتو سوو پورې د نظرنه محرومه هلکان جینکۍ پکې زده کړې کوي. وایي دې پریس لګیدو سره د زده کونکو شمیرې د زیاتیدو امکان دی.

ښاغلي عارف وویل کومو ماشومانو چې به دلته نه پرایمري یا مډل جوماتونه پاس کړل نو د کتابونو د کمي له امله به هغوي نور تعلیم له پنډۍ، اټک یا د پنجاب نورو ښارونو ته تلل." خو اوس به زمونږ سکولونو کې د وخت تیریدو سره د زده کونکو شمیرې یو په دوه شي".

محمد عارف وایي د نظر نه محرومه زده کوونکي که هر څومره زیات شي نو ده نوی دا پریس صلاحیت لري چې ټولو زده کونکو ته د اول نه واخله تر لسم ټولګي پورې د ټولو مضامینو بریل کتابونه چاپ کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG