لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټران وايي په خېبرپښتونخوا کې په ١٠٠ کې یو کس د گردو ناروغي لري


د پېښور حيات اباد کې د ګردو د نارغو ځانګړي مرکز ډاکټران وايي خېبر پښتونخوا کې يو فيصد خلق د ګردو د بيمارو سره مخ دې کومه چې يو غټه شمېره بولي، دوي وايي د دغې مريضانو د علاج د پاره جوړ شوي دې مرکز کې هغه وومره د علاج سهولتونه شتون نه لري څومره چې پکار دي
د پېښور حيات اباد کې د ګردو د نارغو ځانګړي مرکز ډاکټران وايي خېبر پښتونخوا کې يو فيصد خلق د ګردو د بيمارو سره مخ دې کومه چې يو غټه شمېره بولي، دوي وايي د دغې مريضانو د علاج د پاره جوړ شوي دې مرکز کې هغه وومره د علاج سهولتونه شتون نه لري څومره چې پکار دي

ډاکټران وايي په خېبر پښتونخوا کې يو فيصد خلق د ګردو په ناروغو کې مبتلا دي چې د دې مرض لویه شمېره ده.

د ډاکټرانو په وېنا خېبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې د ګردو د بيمارانو د علاج د پاره ځانګړي انسټيټيوټ اف کيډني ډيزيز هسپتال کې د عملې، د ډائليسيسز مشينونو او د بسترو يا وارډونو کمی دی چې له امله یې د گردو مريضان د اپرېشنو د پاره په کلونو انتظار کوي.

نن د نړۍ بشمول په خېبرپښتونخوا کې هم د ګردو د ناروغو د مخنيوي نړيواله ورځ په داسې حال کې مانځل کېږي چې د پېښور انسټيټيوټ اف کيډني ډيزيز کې د مريضانو شېمرو کې د کال ۲۰۰۷ نه تراوسه پورې ۸۰۰ فيصده اضافه شوېده.

د پېښور حيات اباد کې د ګردو د نارغو ځانګړي مرکز ډاکټران وايي خېبر پښتونخوا کې يو فيصد خلق د ګردو د بيمارو سره مخ دې کومه چې يو غټه شمېره بولي، دوي وايي د دغې مريضانو د علاج د پاره جوړ شوي دې مرکز کې هغه وومره د علاج سهولتونه شتون نه لري څومره چې پکار دي۔

د پېښور انسټيوټ اف کډني ډيزيز مشر ډاکټرناصر اورکزئ وائي چې دا هسپتال دصوبې لګو مريضانو د پاره جوړ شوې وو خو موجوده وخت کې د ګوانډي هېواد افغانستان او د ملک نورو صوبو نه هم مريضان په لويا شميره کې دلته د علاج د پاره راتګ کوي۔

" کال ۲۰۱۹ کې مونږ ته ۱۷۰۰۰۰ مريضان رغلي دي، او روزانه مونږ ته خواوشا ۵۰۰ مريضان مونږ ته رازي، دې کې تقريبا ۳۰ نه ۴۰ فيصده پورې افغانستان نه راروان دي او کېدېشي کم شوې وي ځکه چې څه واپسي کړېده، دې خلق شمالي سيمو نه رازي، دې خلق اټک نه راروان دي او د ډېره اسماعيل خان نه هم رازي"

په دغه هسپتال کې د ګردو نړيوالې ورځ مانځلو مناسبت سره راجوړه کړې شوې غونډي په مهال د هسپتال د انتظاميي وېنا وه چې د کال ۲۰۰۷ نه تر دې وخت پورې د مریضانو په شمیره کې ۸۰۰ فیصده زیاتوالې راغلې دي خو د ډائلیسیسز مشینونو، د ډاکټرانو او نورې عملې او د بسترو د کمي لوجې مریضان آپریشنو ته په کالونو انتظار کوي۔

د ګردو د ناروغو مرکز د نفرولوجي څانګې ډاکټر سلطان ظفر په دې اړه ډيوه ته وويل " مونږ سره دومره رش و چې مونږ سره څه اپرېشن داسې دي چې هغه صرف دلته کېږي او د هغې د پاره په کلونو پورې تاريخونه زي، دې کال مونږه ۳۵۰۰۰ ډائلېسېز کړېدي او کله نه چې دا ځاۍ جوړ دې نو تاسو به خېران شې چې مونږ د ۲۴۰۰۰۰نه زيات ډائلېسېز دلته ووکړل نو تاسو دې ته ووګورې چې مونږه باندې بوج څومره سوا دې"

د غونډې مشر مېلمه د صحت او خزانې وزیر تیمور سلیم جهکړا وئیل د نورو هسپتالونو بشمول په کډني سنټر کې هم د سهولتونو د کمي پوره کولو د پاره د فنډ او عملې بهرتي کولو منظوري ورکړې شوېده

ياده دې وي چې هر کال د ګردو د ناروغو د مخنيوي او په دې اړه خلقو کې شعور پېدا کولو د پاره د مارچ میاشتې دویم زیارت یا پنجشنبه دا ورځ نمانځلي کیږي.

تېره ورځ د پېښور انسټيټيوټ اف کډنې ډيزيز کې تابيا شوې دغې دستورې په مهال د کردو د ناروغه ماشومانو د پاره د يو خصوصي وارډ پرانسته هم ووشوه کوم چې د صوبې په هسپتالونوکې ړومبې خو د هېواد په کچه دريم داسې وارډ دې۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG